بشري کړکېچ؛ د امریکا د مرستو کمېدو د میلیونونو افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی

۸ ساعتونه مخکې

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې (ای ار سي) خبرداری ورکړی، چې د امریکا د بشردوستانه مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان ۲۳ میلیونه وګړي د لوږې، ناروغیو او بې‌ثباتۍ له جدي ګواښ سره مخامخ دي.

دغه بنسټ خبرداری ورکوي، چې که اړینې مرستې ونه شي نو ستر ناورین پر لاره دی.

یاده کمېټه په خپل یوه تازه راپور کې وايي، چې د دغو مرستو کموالی د ښځو او ماشومانو په ګډون ډېر زیات منفي اغېز پر هغو زیان‌ منونکو خلکو کړی، چې تر ټولو زیاتې اړتیاوې لري.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې چې له ۱۹۸۰مې لسیزې راهیسې یې له افغانانو سره حیاتي مرستې کړي دي، وايي اوس د دوی ډیری پروګرامونه ټکني او د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

د امریکا د بودیجې له کمېدو سره، دغه اداره اړ شوې چې یو شمېر ژغورونکي خدمتونه او پروګرامونه وځنډوي.

له بشري کړکېچ سره مخ افغانان

افغانستان دا مهال د نړۍ له سختو بشري ناورینونو سره مخ هېواد بلل کېږي. چې د یاد سازمان د معلوماتو له مخې شاوخوا ۲۳ میلیونه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. څو لسیزې جګړه، اقتصادي ناورین او طبیعي پېښو میلیونونه افغانان بېوزله کړي او له درېیمې برخې زیاته وګړي له خوراکي نا امنۍ سره مخامخ دي.

تر درېیو میلیونو زیات ماشومان او له یو میلیون زیاتې میندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې د شدیدې خوارځواکۍ له ستونزو کړېږي.

په همدې حال کې، د طالبانو د بندیزونو له کبله ښځې له کار کولو محرومې شوې، چې له امله یې د کورنیو عایدات هم په ټپه دریدلي دي. 

همداراز نجونې له شپږم ټولګي پورته زده‌ کړو ته نه پرېښودل کېږي.

د امریکا د مرستو بندېدو حیاتي خدمتونه ځنډولي دي

د ژغورنې کمېټه وایي، د امریکا مرستې د کلونو لپاره د میلیونونو افغانانو د ژوندي پاتې کېدو وسیله وې. خو اوس چې دغه مرستې بندې شوې، دغه کمېټه اړه شوې، چې د روغتیا، واکسین، خوارځواکۍ درملنې، د څښاک اوبو او د زیان‌ منونکو خلکو د ساتنې خدمتونه وځنډوي.

له دې امله، له ۷۰۰ زرو زیات وګړي، چې بې ‌ځایه شوي کورنۍ هم په کې شاملې دي، نور دغو مرستو ته لاسرسی نه لري.

همدارنګه، د خوارځواکۍ له امله د ۱۵ زرو ماشومانو درملنه هم اغېزمنه شوې ده.

په ټول افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه خلک روغتیایي خدمتونو ته یا کم لاسرسی لري یا یې هېڅ نه لري.

همداراز د عوایدو تولیدوونکي پروګرامونه هم بند شوي دي.

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې خبرداری

د ژغورنې نړۍوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې که دوامداره مالي ملاتړ نه وي، نو زرګونه افغانې کورنۍ به له سختې لوږې، ناروغیو او فقر سره مخ شي.

دا اداره له نړۍوالې ټولنې، مرستندویه ادارو او خیریه بنسټونو غوښتنه کوي، چې د افغانانو ملاتړ دې وکړي.

تر دې دمخه یو شمېر نورو نړۍوالو سازمانونو هم خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د کموالي له کبله بې وزله وګړي له سختو کړاونو او لوږې سره مخ دي.

همدا راز د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام او روغتیایي برخې هم د مرستو له کموالي څخه اندېښنې څرګندې کړې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د بشري مرستو د کموالي له کبله یې یو شمېر روغتونونه تړل شوي او د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان روغتیایي سېسټم له جدي ناورین سره مخ دی.

د دغو مرستو کمیدو له کبله د ناروغانو د درملنې په برخه کې هم د پام وړ ننګوونې راپورته شوې دي.

طالبان که څه هم په شعاري توګه په افغانستان کې د اقصتادي وضعیت د ښه والي خبرې کوي خو دغې ډلې بیا هم د نړۍوالو مرستندویه ادارو او هېوادونو لپاره په وار وار د مرستې لاسونه اوږده کړي دي.

طالبانو تېره اوونۍ هم په بېلابېلو ناستو کې له مرستندویه ادارو او ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې د راستنیدونکو افغان کډوالو په ګډون دې په بېلابېلو برخو کې خپلې مرستې پراخې کړي.

نور خبرونه

رادیو