د ملګرو ملتونو د روغتیا نړۍوال سازمان د ملاریا د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ د کمولو لپاره ډېرې هڅې شوي، خو دغه لاسته راوړنې اوس له خطر سره مخ دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د (می ۲۵مه) د ملاریا نړیوالې ورځې په مناسبت پر ایکس خواله رسنۍ ویلي: «دوی ژمن دي، چې په افغانستان کې د ملاریا ناروغۍ په وړاندې پر مساوي چلند سره مبارزه وکړي او زیان منونکو ډلو په ځانګړې توګه کډوالو، میندوارو میرمنو او ماشومانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.»
په افغانستان کې د روغتیا د نړۍوال سازمان استازي وویل: «په افغانستان کې د ملاریا د کمولو لپاره مو پراخې هڅې کړي، خو دغه لاسته راوړنې په اوس وخت کې له خطر سره مخامخ دي. موږ اړتیا لرو چې په اغیزمنو وسیلو سره بیا پانګونه وکړو او ډله ییز کمپاین بیا پیل کړو.»
اډون سینیزا سلواډور ټینګار وکړ چې: «اوس د عمل کولو وخت دی چې ملاریا یو ځل بیا او د تل لپاره له منځه یوسو.»
د ملاریا ناروغۍ په اړه ډاکټر خیبر کلیوال افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې د ملاریا ناروغي د انافیل غوماشي د چیچلو له لارې انسان ته لېږدول کېږي، هغه وویل: «دغه ناروغي شدیده تبه، سر دردي، عضلاتي دردونه، کمزوري او په شدیدو حالتونو کې د جگر او د وینې د سرو حجرو د تخریب له امله د پوستکي او خولې ژیړوالی یې نښې دي.»
ډاکټر کلیوال زیاته کړه: «د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره اړینه ده، چې خپل چاپیریال پاک وساتو، له پشه خانو استفاده وکړو. درملنه هم شته خو له درملنې وقایه غوره ده.»
ډاکټر خېبر کلیوال د دغې ناروغۍ د درملنې په اړه افغانستان انټرنشنل ته وایي، «ملاریا یوه جدي ناروغي ده، چې د نړۍوالو روغتیایي ادارو لخوا یې مبارزه روانه ده. خو د دې ناروغۍ د مخنیوي او درملنې لپاره د عامه پوهاوي زیاتول او د مناسبې درملنې تطبیق هم مهم دي، واکسین هم لري خو لا تراوسه د دې ناروغۍ په مخنیوي کې موثره ندی ثابت شوي.»
بلخوا د روغتیا نړۍوال سازمان تر دې مخکې خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان شاوخوا ۷۷سلنه وګړي د ملاریا له خطر سره مخ دي.
د یادولو وړ ده، چې د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۳کال کې په افغانستان کې د ملاریا ۱۸۰۷۱۸ پېښې ثبت شوې وې.