د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویلي، چې په ۲۰۲۳ کې د پاکستان حکومت له لوري د کډوالو د ایستل کېدو له لومړي پړاوه تر اوسه پورې ۱۳۰ زره کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې شوې دي.
د یاد وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني په یوه ویډیوي پېغام کې زیاته کړې، چې د دغو ستنو شویو کسانو شمېر نږدې شپږ سوه زرو کسانو ته رسېږي.
د هغه په وینا، د اپرېل له لومړۍ نېټه د دویم پړاو ایستلو په بهیر کې تر اوسه ۷۰ زره افغانان د پاکستان له لوري په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د افغانستان څانګې مشر عرفات جمال تورخم ښارګوټي ته د سفر پر مهال بیا ویلي و، چې د روانې میاشتې د پیل راهیسې پاکستان ۱۲۰ زره افغان کډوال له خپل هېواد څخه ایستلي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ویاند په خبره، په روانه میاشت کې نږدې دوه زره هغه کسان هم هېواد ته ستانه شوي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو له لوري زنداني شوي وو.
عبدالمطلب حقاني وايي، د کډوالو لپاره په ټول هېواد کې ۵۲ ښارګوټي ځانګړي شوي، چې له ډلې یې ۲۲ ښارګوټي فعال دي او د پاتې ۳۰ نورو د پرانېستل کیدو لپاره تفصیلي پلانونه جوړ شوي دي.
د هغه په خبره، هېواد ته راستنیدونکو کډوالو سره د مرستې لپاره یې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پنډغالي جوړ کړي او د اړتیا وړ مرستې ورسره کېږي.
هغه وویل: «دوی ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکول کېږي. تر راجسټر کیدو وروسته ورته د ټرانسپورټ زمینه برابرېږي چې خپلو سیمو ته یې ورسوي.»
نوموړي زیاته کړه: «په اوږد مهال کې ورته د نومرو د ویش لپاره هم کمیټه جوړه شوې ده او د کاري فرصتونو برابرولو کې هم ورسره همکاري کوو.»
طالبانو همدا راز ویلي، چې له پاکستان نه ستنیدونکو افغان پانګهوالو ته به د کاروبارونو لپاره ځانګړې ځمکې ورکړي او تر پنځه کلونو پورې به ترې مالیه هم نه اخیستل کېږي.
طالبان داسې مهال له راستنیدونکو سره د مرستو خبرې کوي، چې ملګرو ملتونو یې د راتلونکي په تړاو اندېښنه ښودلې ده.
د ملګرو ملتونو بېلابېلو سازمانونو ویلي، چې دغه کډوال به په کور دننه له بشري ناورین سره مخ شي او په دې برخه کې یې د نړۍ والو مرستې لازمې بللي دي.
طالبان په شعاري ډول د مرستو د ترسراوي خبرې کوي، خو راستنیدونکو نیوکې کړي چې د سرپناه تر څنګ یې د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نشته.
طالبانو هم له نړۍوالو سازمانونو، مرستدویه او خیریه بنسټونو څخه غوښتي چې د دغو ستنیدونکو سره د مرستو لپاره دې د دوی لاسنېوی وکړي.
د طالبانو په واکمنۍ کې د لوږې او بې روزګارۍ ناورین پراخ شوی او همدا په هېواد کې د راستنیدونکو پر وړاندې هم جدي ننګوونې بلل کېږي.