تېره ورځ له زرو ډېر افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شوي

۴ ساعتونه مخکې

له پاکستان نه د افغان ګډوالو د ستنولو په دویم پړاو کې تېره ورځ یوازې د تورخم له لارې ۲۵۱ کورنۍ افغانستان ته په جبري ډول ستنې کړل شوې.

د پښتونخوا د کورنیو او قبایلي چارو وزارت وایي، چې د دغو کډوالو ټول شمېر ۱۲۷۳ تنه کېده چې افغانستان ته ستانه شول.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرو شویو شمېرو کې راغلي، چې له دې ډلې ۷۷۳ کډوالو د اې سي سي کارتونه لرل او ۵۰۹ تنه کډوال بیا بې اسناده وو.

دیاد وزارت له‌خوا خبریالانو ته په لېږل شویو معلوماتو کې راغلي، چې په دغو لېږدول شویو کورنیو کې ۲۴۰ کورنۍ یوازې له پښتونخوا ایالت څخه ستنې کړل شوې دي.

ویل کېږي چې د ستنو کړل شویو کډوالو له جملې څخه یې ۷۹۲ ماشومان دي

بلخوا د تېرې پنجشبې په ورځ د تورخم تر څنک د انګور اډې له لارې هم افغانستان ته ځینې کډوال ستانه کړل شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د انګور اډې لاره د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ تر ۲۵ مې نېټې پورې پرانیستې وه، خو د طالبانو او پاکستان تر منځ د کړکیچ پر مهال د نورو لارو په څېر دا لاره هم وتړل شوه، چې د دواړو لوریو تر منځ له خبرو اترو وروسته یوازې د تورخم لاره د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې وه.

خو تېره ورځ د اپریل په ۲۴ مه نېټه یاده لاره هم د افغانانو د ایستلو په موخه بېرته پرانیستل شوه.

بلخوا د تورخم له لارې هره ورځ د پاکستان حکومت په سلګونه افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته ستنوي.

په دویم پړاو کې تر اوسه پورې پاکستان له ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال په جبري ډول بیرته افغانستان ته ستانه کړي او لا هم دا لړۍ روانه ده.

نور خبرونه

رادیو