د مخکني جمهوري نظام د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي وايي، په تېرو درېیو لسیزو کې پخوانیو جنګسالارانو او د موسسو چلوونکو د شخصي ګتو لپاره ډول ډول اېتلافونه جوړ کړي دي.
هغه د (غوایي شپږمه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه جوړ شوي اېتلافونه هېڅ کله اوږد مهاله سیاسي ارزښتونو ته ژمن نه وو او یوازې د خپلو شخصي ګټو تر څنګ یې ډله ییزو ګټو ته کار کاوه.
د هغه په خبره، دغه اېتلافونه په هرو شپږو میاشتو کې جوړ شوي دي، خو د ملي سیاست د نه لرلو له امله بېرته ډېر ژر ړنګ شوي دي.
د فضلي په وینا، دا مهال هم پخواني جنګسالاران او د موسسو چلوونکي لګیا دي اېتلافونه جوړوي چې ډېر ژر بېرته ړنګېږي. هغه زیاتوي: «دوی نه ولسي سیاسي پېغام لري، نه د اوږدمهاله ارزښتونو او ولسواکۍ اصولو ته ژمن دي. د دوی یوازینی هدف د شخصي ګټو خوندي کول دي.»
د مخکني جمهوري نظام دغه پخواني چارواکي له نوي نسل څخه غوښتي، چې د دغه ډول اېتلافونو له دامونو ځانونه لرې وساتي.
د نوموړي دغه څرګندونې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا تازه داخلي اختلافاتو ته یوه اشاره ده.
د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند او د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې تازه له یادې شورا څخه لارې جلا کړې او لامل یې د مدیریتي تګلارو، جوړښت او کاري مسایلو په باب اختلافت ښودل شوي دي.
فضل محمود فضلي داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې پرې د تېر جمهوریت پر مهال د شخصي ګټو او پراخ فساد تورونه لګېدلي دي.
نیوکې دا دي، چې د دغو پخوانیو چارواکو د ناغېړیو، ناسمو سیاستونو، فساد او ناکاره حکومتولۍ له کبله اوس افغانستان له سخت ناورین سره مخ دی او په لوی لاس یې د طالبانو واکمنۍ ته لارې چارې برابرې کړې.