د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزارت ویاند ویلي، چې ږیره خریل د خدای تعالی له طبیعي جوړښت څخه انکار دی او خلک باید له دغه ګناه څخه ځانونه وساتي.
سیف الاسلام خېبر د ( غوایي ۵مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې خلک باید ږیري پرېږدي او د خریلو له ګناه یې ځانونه وساتي.
هغه سره له چې دا چاره خطا ګڼي، وايي ږیره پرېښودل د ښځینه او نارینه وو ترمنځ د توپیر لویه بېلګه هم ګڼي.
د طالبانو د یاد وزارت د دغه ویاند دغو څرګندونو ته ځینو کسانو غبرګونونه هم ښودلي دي.
د انور سادات په نوم یوه تن ورته لیکلي چې همدا ږیره سیکان، یهودان او عیسویان هم لري. هغه زیاته کړې: «خدای به له تاسو د چا د ږیرې تپوس وکړي که نه، خو دا چې خلک مو له لوږې مړه کړل او ظلم کوئ د دې تپوس به حتمي کوي.»
د ږیري خریلو په تړاو د طالبانو دغه غړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دې ډلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر نایانو هم ډول ډول بندیزونه لګولي دي.
د طالبانو د امربالمعروف محستبانو نایانو ته خبرداری ورکړی، چې د ږیري له خریلو، ډولي ږیرو جوړولو، فېشني ویښتانو جوړولو او د نارینه وو له سینګارولو څخه به ډډه کوي.
دغو محتسبانو په کابل، ننګرهار او خوست سربېره په یو شمېر ولایتونو کې څو څو ځله نایان له دې کبله نیولي چې ګوندې د خلکو ږیرې یې خریلي دي.
همدا راز له همدې کبله د ځینو نایانو د ډبول کیدو خبرونه هم ترلاسه شوي دي.
تر دې دمخه د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اوریدو وزیر خالد حنفي هم ورته جنجالي څرګندونې کړې وې او عصري زده کړې یې مباح ګڼلې وې.
هغه د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې ویلي وو، چې ګني «عصري زده کړې» چندان د ارزښت وړ نه دي.
همدا راز د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم بیا د ملا هبت الله څخه څخه ملاتړ له اسلامي شریعت څخه ملاتړ ګڼلی و.
د دغې ډلې بېلابېل غړي د سختدریځۍ له کبله ډېری وخت داسې څرګندونې کوي چې د عامه ذهنیتونونو راپارول لامل کېږي.