بلومبرګ رسنۍ په یوه تازه خپره کړې مقاله کې وایي، چې روسیه له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کوي، او هڅه کوي، چې د ترهګرۍ په ګډ ګواښ په ځانګړې توګه د داعش په ځپلو تمرکز وکړي.
د بلومبرګ په وینا، له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړي کولو اقدام وروسته له هغه کېږي، چې تېر کال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې طالبان د «ملګرو» په توګه یاد کړل.
بلومبرګ لیکلي، چې له دې څرګندونو وروسته مسکو پرېکړه وکړه، چې له «ګډ دښمن داعش سره د مبارزې» لپاره له دغې ډلې سره د خپلو اړیکو د ټینګولو لپاره پر طالبانو دوه لسیزې بندیزونه لرې کړي.
جان هربسټ، د اتلانتیک شورا د یورو ایشیا مرکز مشر، وویل چې دا اقدام د «حیرانتیا وړ نه دی» ځکه چې پوتین مخکې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له طالبانو سره د همکارۍ د زیاتیدو خبره کړې وه.
هغه زیاته کړه، چې دغه همکاري په ټولیز ډول د داعش په وړاندې ده، هغه ډله چې د ۲۰۲۴ په مارچ کې د کروکس ښار په تالار کې د خونړي ترهګریز برید مسوولیت لري.
په داسې حال کې، چې هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې مسکو له طالبانو څخه د سفیر په کچه د ډیپلوماټ د منلو هوکړه یې کړې ده.
بلومبرګ وایي، دا اړیکه د روسیې لپاره په منځنۍ اسیا کې دننه د ترهګرو له ګواښونو سره د مبارزې لپاره خورا مهمه ده، په داسې حال کې چې طالبان هم له دغو اړیکو څخه د نړۍوال مشروعیت د ترلاسه کولو او بهرنۍ پانګونې د را جلبولو لپاره کار اخلي.
بلومبرک د ۲۰۲۳کال په نومبر میاشت کې کابل ته د روسیې د امنیت شورا د مشر سرګي شویګو سفر چې په ترڅ کې یې د طالبانو له جګپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړې اشاره کوي، او وایي چې روسیه یو له هغو څو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې په خپلې پلازمېنه کې ومنل.
څو ورځې وړاندې مسکو وویل، چې له طالبانو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو موخه یې له نشهيي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ د روسیې څېړنیزې کمېټې خبر ورکړ، چې د دغه هېواد یو نظامي لوړپوړې چارواکی په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی دي.
د روسیې څېړنیز کمیټې د دغه نظامي چارواکي هویت د روسیې د وسله وال پوځ د لوی درستیز مرستیال، یاروسلاو موسکالیک یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې د پېښې په تړاو یې یوه جزايي دوسیه پرانیستې ده.
د روسیې د دغه جګپوړي چارواکي د وژنې په اړه چې دغه برید کومې ډلې ترسره کړی، لا تر اوسه معلومات نشته، خو په واشنګټن کې د کانګریس د څیړنو مرکز د معلوماتو له مخې، داعش چې یوه ترهګره ډله ده، نه یوازې په افغانستان کې بلکې بهر کې هم ستر ګواښ دی.
دغې ډلې په ۲۰۲۴ کال کې په روسیه کې د تر ټولو لوی ترهګریز برید مسوولیت منلی و، چې لږترلږه ۱۳۷ کسان په کې ووژل شول.
بلومبرګ زیاتوي، داسې بریښي چې روسیه اوس د ترهګرۍ له ګواښونو او سیمې ته یې د خطرونو په اړه ښه پوهیږي او هیله لري چې له طالبانو سره د اړیکو پیاوړي کول د دغو ګواښونو په مخنیوي کې مرسته وکړي.