د راپورونو پر بنسټ، شاوخوا ۱۱۰ افغانان چې د جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته په افغانستان کې پاتې دي، د وېزو د ترلاسهکولو او یا خوندي هېواد ته د لېږدولو په تمه دي. همدا ډول شاوخوا ۹۰ زره نور افغانان په درېیمو هېوادونو کې انتظار کوي چې نورو هېوادونو ته ولېږدول شي.
د منځني ختیځ انسټېټیوټ په یوه راپور کې ویلي، دا ډېری هغه افغانان دي چې له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې، خو دمګرۍ د طالبانو د غچاخیستنې له ګواښ سره مخ دي.
د دې ترڅنګ، شاوخوا ۹۰ زره نور افغانان په درېیمو هېوادونو کې اوسېږي چې ډېرو یې د امنیتي او اداري ارزونې قوي پروسه تېره کړې، خو لا یې هم ویزې نهدي ترلاسه کړي او متحدهایالاتو یا لوېدیځو هېوادونو ته د تلو په تمه دي. د مسوولو امریکایي ادارو لهخوا د دغو کسانو د قضیو د مخته تګ ورو بهیر د بشري حقونو بنسټونو ترمنځ په پراخه کچه اندېښنې راپارولې دي.
په داسې حال کې چې متحدهایالات د خپلو افغان همکارانو پر وړاندې د اخلاقي ژمنو خبرې کوي، په زرګونو هغه افغانان چې د کابل له سقوط وروسته یې دغه هېواد ته پناه وړې اوس د اېستلو له جدي ګواښ سره مخ دي. د منځني ختیځ انسټېټیوټ خبرداری ورکړی چې د دې خلکو ډېرې یې افغانستان ته د لېږلو په صورت کې د مرګ له ګواښ سره مخ کېدای شي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت ویاندې تریشا مکلافلین څه موده مخکې ویلي و چې د افغانستان او کامرون د زرګونو وګړو لپاره د «اېستلو د لنډمهالي خونديتوب وضعیت» (ټيپياېس) لغوه شوی دی.ښايي د دغه اقدام په ترڅ کې۱۴ زره ۶۰۰ هغه افغانان چې د لنډمهالي خونديتوب (ټيپياېس) وړ وو، تر راتلونکې مې میاشتې پورې د اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
د منځني ختیځ انسټېټیوټ په خپل راپور کې ویلي، زرګونه افغانان چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې متحدهایالاتو ته پناه وړې، اوس په یوه ناوړه او ګواښونکي وضعیت کې ایسار دي. ډېری دا خلک د لنډمهالي بشرپاله پروګرامونو له لارې متحدهایالاتو ته تللي، خو د کډوالو پروګرامونو له ختمېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ چارواکو له هغوی غوښتي چې دغه هېواد پرېږدي.
د یاد انسټېټیوټ د وروستي راپور پر بنسټ، په ایووا کې یو شمېر افغان کډوالو د ګمرکونو او سرحدي خونديتوب ادارې لهخوا برېښنالیکونه ترلاسه کړي او ترې غوښتل شوي چې سملاسي له دغه هېواده ووځي. دا پیغامونه چې له رسمي ادرسونو څخه لېږل شوي، د افغانانو په منځ کې یې وېره او ناهیلي خپره کړې ده.
د دغه بنسټ راپور زیاتوي چې د دغو کسانو له ډلې څخه ځینو یې په تېرو وختونو کې له امریکایي ځواکونو سره مستقیمه همکاري کړې او افغانستان ته لېږلو په صورت کې به له ځورونې، شکنجې یا د مرګ له ګواښ سره مخ شي. د بشري حقونو شنونکو خبرداری ورکړی چې دا ډول کړنې د متحدهایالاتو له بشري او امنیتي ژمنو څخه ښکاره سرغړونه ده.
یو شمېر اشخاصو، نړۍوالو بنسټونو او ټولنو د امریکا له حکومته د افغان کډوالو د وضعیت د دایمي حل لپاره د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده. تېره اوونۍ په جلاوطنۍ کې د افغانستان جمهوريغوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت (پيډياېماې) له ۱۴ زرو څخه ډېرو افغانانو لپاره د امریکا متحدهایالاتو د خونديتوب وضعیت (ټيپياېس) پر لغوه کېدو ژوره اندېښنه ښودلې وه.
په هغه لیک کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لېږل شوی راغلي، دې افغانانو له کلونو راهیسې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا تر څنګ همکاري کړې ده. همداراز، نوموړي خوځښت ټینګار کړی چې یادو افغانانو د رسنیو، مدني ټولنو او متحدهایالاتو حکومت له پروګرامونو سره کار کړی او له همدې امله که هغوی افغانستان ته ستانه کړل شي، نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي.