د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش څېړنیز مرکز د افغان متحدینو په اړه مقاله خپره کړې په دې مقاله کې د افغان متحدینو لپاره په مبارزه ټينګار شوی.
دغه مرکز د جمعې په ورځ (د اپریل ۲۵مه» په خپلې مقاله کې لیکلي: «افغانستان لا هم خوندي نه دی، که چیرې حکومت او کانګرس اوس لاس پکار نه شي،امریکا ښايي ډېر ژر خپل باوري افغان ملګري بېرته هغه فاسده او ظالمانه نړۍ ته واستوي چیرې چې د هغوی ژوند به له ګواښ سره مخ وي.»
کله چې په ۲۰۲۱ کې امریکا له افغانستان څخه ووتله او طالبان بېرته واک ته ورسېدل، نو هغه افغانان چې د امریکا او د ازادۍ، وقار، او فرصتونو د نړۍوالو ارزښتونو ملاتړ یې کاوه، د تعقیب او هدف ګرځولو سره مخ شول. ډېر له دې ګواښونو له ویرې امریکا ته ګډه شول.
د امریکا حکومت په ۲۰۲۲ کې، هغوی ته د موقتي خونديتوب اسناد(TPS) ورکړ، چې له مخې یې د ۱۸ میاشتو لپاره د امریکا دننه د کار او ژوند اجازه ورکړل شوه، خو تابعیت یا دايمي استوګنه نه ورکوي. اوس د ټرمپ ادارې اعلان کړی چې دا اجازه به د مې میاشتې په ۲۰ نېټه پای ته رسیږي او بیا یې نه نوې کوي.
دغه بنست زیاتوي: «د TPS موخه هېڅکله دا نه وه چې دايمي استوګنه دې ورکړل شي، بلکې دا یوه موقتي لاره ده چې خلک له ناامنو هېوادونو څخه خوندي وساتل شي. خو که افغانان اوس بېرته خپل هېواد ته واستول شي، دا به د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.»
دغه مرکز د امریکا له حکومت څخه غوښتي چې هغه پالیسي دې له سره وارزوي چې د افغان متحدانو د بېرته ستنولو خطر زیاتوي.
یاد مرکز خبرداری ورکړی که چیرې دغه افغان متحدان بیرته خپل هېواد ته واستول شي دا به د طالبانو ظالمانه کړنو عادي کیدو نښه وي، لکه د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر سیسټم یا جندر اپارتاید.
د(TPS) پای ته رسېدل یوازې د هغو اندېښمنو کډوالۍ ستونزو یوه برخه ده چې افغان ملګري ورسره مخ دي. حکومت له وړاندې د افغان کډوالو د بیا ځای پرځای کېدو پروسه درولې ده، او داسې ښکاري چې د "Enduring Welcome" په نوم د اوږدمهاله بیا ځای پر ځای کېدو پروګرام هم ختم شي. د بشر دوستۍ پر بنسټ افغانانو ته ورکړل شوې اجازه به د اګست په میاشت کې پای ته ورسېږي. د کډوالۍ ځانګړو ویزو یا ایس ای وي پروګرام، چې د هغو افغانانو لپاره دی چې د امریکا لپاره یې کار کړی، هم د دسمبر تر پای پورې غزول شوی، که چېرې کانګرس یې تمدید نه کړي.
د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش څېړنیز مرکز خبرداری ورکړی: «افغانستان لا هم ډېر خطرناک دی، په ځانګړي ډول د هغو خلکو لپاره چې د اوسني رژیم پر وړاندې ولاړ دي. پخواني حکومتي چارواکي، پوځيان، خبریالان، ښوونکي، او د بشري حقونو فعالان تعقیب شوي، نیول شوي، شکنجه شوي او حتا وژل شوي دي. ښځینه لاریون کوونکې له جنسي تیریو او ډلهییزو تېریو سره مخ دي. طالبان له افراطي ډلو سره اړیکې لري او هغوی ته پناه ورکوي.»
دغه مرکز وایي: «د افغانانو د ژوند کیفیت سخت خراب شوی، سره له دې چې طالبان د دې برعکس تبليغات کوي. د بشر حقونو څخه تروریستي ګواښونو او د ټولنیزو خدماتو نشتوالي پورې، خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. ښځې او ماشومان تر ټولو زیات اغېزمن شوي. پولیو لا هم په افغانستان کې فعاله ده او د واکسین کمپاینونه د طالبانو له خوا ځنډېږي او محدودېږي.
د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه شوې. د روغتیا نړیوال سازمان وایي، هره ورځ ۲۴ میندې او ۱۶۷ ماشومان د داسې ناروغیو له امله مري چې د مخنیوي یا درملنې وړ دي. تر ۳.۵ میلیونه زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ دي، او د یونیسف د معلوماتو له مخې، د پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ۴۱ سلنه له ودې پاتې دي.»
د دغه مرکز په وینا، د امریکا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو د مالي مرستو د کمېدو له امله، دا ستونزې به لا پسې ډېرې شي – په ځانګړې توګه د افغانو کورنیو او ماشومانو لپاره.
د بوش دغه څېړنیز مرکز دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه د ژغورنې نړۍواله کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د امریکا د مرستو کمېدل د میلیونونو افغانانو ژوند اغېزمن کړی دی او دغه کمېټه یې دې ته اړ کړې چې ځیني حیاتي پروګرامونه وځنډوي.
دغه کمېته په خپل تازه راپور کې چې د جمعې په ورځ د اپریل ۲۵مه یې خپور کړی وایي، په افغانستان کې کورنۍ لا هم له خوراکي ناامنۍ، ناروغیو او دوامداره بېثباتۍ سره مخ دي. د ۲۳میلیونو افغانانو لپاره د امریکا مالي مرسته یوه حیاتي مسله وه. د امریکا د مرستو کمېدل د ښځو او ماشومانو په شمول د هېواد کمزورو خلکو باندې ناوړه اغیز کړی.
دغه کمېته وایي: « تازه مرستو کې کمښت د د ژغورنې نړۍواله کمیټه (IRC) دې ته اړ کړې چې هغه حیاتي پروګرامونه وځنډوي چې روغتیایي خدمات، واکسین، د خوارځواکۍ درملنه، پاکې اوبه او د ساتنې خدمتونه وړاندې کوي. »
د بوش څېړنیز مرکز زیاتوي، چې د افغان متحدانو له امریکا اېستل به د امریکا د امنیت او ګټو لپاره هېڅ ګټه ونه لري، بلکې دا به هغه افغانان ناهيلې کړي چې زموږ ملګري پاتې شوي دي. دا به نورو خلکو ته هم دا پیغام ورکړي چې که له امریکا سره مرسته وکړي، شاته به پرېښودل شئ.
دغه مرکز وایي: «هغه افغان مېرمنې چې اوس په امریکا کې دي، له خپلو کورنیو سره ژوند کوي، اولادونه روزي، د امریکا له اقتصاد ته مرسته کوي. ډېری له زدهکړې پرته راغلې، خو دلته یې مهارتونه زده کړل او د امریکایي ټولنې برخه شوې. ایا موږ باید هغوی بېرته هغه هېواد ته واستوو چې هلته پرې زده کړه او کار منع دی؟ د افغان ماشومانو ژوند زموږ د ماشومانو تر څنګ د ښوونځیو په ټولګیو کې روان دی. ایا هغوی بېرته هغه هېواد ته استوو چې هلته د نجونو زدهکړه بنده ده او هلکان د طالبانو له تبليغاتو سره سم روزل کېږي؟»
دغه مرکز د امریکا له مشرانو غوښتي چې باید د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې تمرکز وکړي. مرکز سپارښتنه کړې، د امریکا قانون (لکه د USA Patriot Act 311 برخه) باید وکارول شي څو هغه شرکتونه چې له طالبانو سره کاروبار کوي، له خطر سره مخ شي. امریکا او نړیوال متحدین باید د طالبانو استبداد ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړي.
دغه مرکز د خپلې مقالې په اخره برخه کې لیکلي: «زموږ افغان ملګري او د هغوی کورنۍ ارزښت لري. د امنیت او سوکالۍ راتلونکی د هغوی له شتونه پرته امکان نه لري. کله چې نړۍ او امریکا تر ټولو ډېر اړتیا لرله، هغوی زموږ تر شا ولاړ وو – اوس زموږ وار دی چې هغوی یوازې پرې نه ږدو.»