د پاکستان سنا نن په یوه خوله د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره د هند تر ادارې لاندې کشمیر برید کې د دغه هېواد لاس لرل رد کړل. د پاکستان سنا وايي، که هند د پاکستان په وړاندې هر ډول تېروتنه یا اقدام وکړي، پاکستان به ورته، پیاوړی او پرېکند ځواب ورکړي.
د پاکستان سنا ته دا پرېکړه لیک د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار له خوا وړاندې شو او پکې ویل شوي، چې پاکستان د خپلې دفاع لپاره د ترهګرۍ او نظامي پارونې لپاره هر ډول برید ته بشپړ چمتوالی او وړتیا لري.
د پاکستان سنا ویلي، چې هېواد یې د سولې ملاتړی دی، خو هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد امنیت او ګټو ته زیان ورسوي.
په دغه پرېکړه لیک کې پاکستان د هند تر ادارې لاندې د کشمیر په پهلګام سیمي برید کې لاس لرل ردوي او وايي، د بې ګناه ملکي وګړو وژنه د پاکستان له ارزښتونو سره په ټکر کې ده.
د پاکستان د سنا په پرېکړه لیک د هند له لوري د اوبو د ګډ تړون ځنډولو اعلان “ناقانونه، یو اړخیز او د جګړې عمل” بلل شوی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دغه هېواد په سنا کې د وینا پر مهال یوځل بیا هند ته په ټینګار خبرداری ورکړ، چې له هر ډول تېروتنې ډډه وکړي.
د هغه په خبره، «پاکستان یو اټومي ځواک دی، که هند د بدنیت له مخې کوم څه وکړي، نو د پاکستان ځواب به همهغه وي لکه پخوا. هند دې د هر ډول تېروتنې ډډه وکړي، ځکه دا به د ټولنې سیمې پر سولې او پرمختګ بد اغېز وکړي.»
د پاکستان او هند تر منځ دغه نندارۍ د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو تر برید وروسته راولاړي شوي دي.