پاکستان او ای‌اېم‌اېف په راتلونکې بودیجه له اختلافونو سره-سره خبرې کوي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان حکومت او نړۍوال مالي صندوق (ای‌اېم‌اېف) د ۲۰۲۵-۲۶ مالي کال لپاره د بودیجې د هدفونو پر ټاکلو خبرې اترې پیل کړي دي، خو لا یې وروستۍ موافقه نه ده شوې.

د حکومتي سرچینو په وینا، دواړه خواوې د مې په ۳۰مه نېټه په ترسره شوې ناسته کې وروستۍ پرېکړې ته نه دي رسېدلي او د راتلونکو دوو ورځو لپاره یې بیا خبرې ټاکل شوي دي.

سرچینې وایي چې د مالیاتو د راټولولو هدفونو او د بېلابېلو برخو د عوایدو پر پلانونو خبرې روانې دي. همدارنګه، د دفاعي بودیجې اندازه او د مالي مرستو په موضوع هم بحث روان دی.

حکومتي چارواکي وايي، چې د تنخوا لرونکو خلکو لپاره د اسانتیاو په اړه خبرې هم روانې دي او هیله ده، چې دا بحثونه په راتلونکې اوونۍ کې مثبتې پایلې ورکړي.

برسېره پر دې، د انرژۍ په برخه کې اصلاحات، د برېښنا بیې او د صنعتي او کرنیزو سکتورونو لپاره د اسانتیاو ورکول هم د خبرو اجنډا ده.

د سرچینو د خبرو له مخې، په کاربن د مالیې موافقه شوې، خو د هغې کچه لا ټاکل شوې نه ده. همدارنګه د موټرو د وارداتو پالیسۍ په اړه هم خبرې روانې دي.

حکومت ژمنه کړې، چې د کورني موټر جوړونکی سکتور به خوندي کړي.

سرچینې زیاتوي، چې د پور اخیستلو د پروګرام له مخې، پاکستان اړ دی چې خپله بودیجه د نړۍوال مالي صندوق له مشورو سره سمه جوړه کړي.

نور خبرونه

رادیو