تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ادعا کړې چې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې یې ۶ بریدونه ترسره کړي، د دوی په وینا په دغه بریدونو کې یو امنیتي کس وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
ټي ټي پي د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې دغه بریدونه یې د پنجشنبې په ورځ (د اپریل۲۴مه) د الخندق عملیاتو تر چتر لاندې ترسره کړي.
د دغې ډلې په اعلامیه کې راغلي، د لکي مروت ولسوالۍ د غزني خېل په پیزو سیمه کې د پولیسو پر کاروان وسلهوال برید کړی، چې په پایله کې یې یوه موټر ویجاړه شوی، او مرګ ژوبله یې ور اړولې.
دغه ډله په خپلې اعلامیې کې زیاتوي، چې د سویلي وزیرستان په تیارزه سیمه کې دغې ډلې یوه غرنۍ سیمه کې جګړه کړې. خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي لیکلي.
اعلامیه زیاتوي چې وسله والو یې د باجوړ په ناوګۍ سیمه کې د سرتېرو پر ګزمه د سړک غاړې ماین ته چاودنه ورکړې، چې په وینا یې درې سرتېري پکې ژوبل شوي. همدا راز په بنو بکاخېل زوني خېل سیمه کې د سنایپر برید له امله یو سرتېری وژل شوی او یوه امنیتي کمره تخریب شوې.
شمالي وزیرستان د دوسلي اسد خېل سیمه کې د شنکئ پوست پر ضد سنایپر او درنو وسلو برید شوی، چې یو سرتېری پکې ژوبل شوی او امنیتي یوه کمره له منځه وړل شوې ده.
تر اوسه د پاکستان پوځ یا کورنیو چارو وزارت له خوا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي.
تېره ورځ هم د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) وسلهوالې ډلې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو خبرونه خپاره کړل، د دوی په وینا په دغه بریدونو کې یې لږ تر لږه اوه پاکستاني پوځیان وژلي، دوه ټپیان دي او یو شمېر امنیتي تجهیزات ویجاړ کړي دي.