د امریکا د ملي امنیت پخوانۍ چارواکې لیزا کورتز وایي، چې د ټرمپ اداره او د کنګرې مشران باید له طالبانو پرته افغان سیاسي مشرانو ته وخت ورکړي او له هغوی سره وګوري.
هغه وايي، طالبان د افغانانو استازي نه دي او طالبانو پرې په زور ځانونه تپلي.
کورتز چې تیره ورځ یې په واشنګټن کې د هاډسن په انسټیټوټ کې وینا کوله وویل: «طالبان د افغانستان د خلکو استازي نه دي، دوی د ټاکنو له لارې واک نه دې ترلاسه کړی، بلکې په زور سره تر واک رسېدلي دي. باید د افغانستان نورو سیاسي مشرانو ته چې د یوې برخې افغانانو استازیتوب کوي د بیان او سیاسي حضور لپاره ځای ورکړل شي.»
هغې د مزاکراتو پر مهال ۵ زره طالب بندیانو خوشې کولو ته په اشارې سره وویل: «امریکا اشرف غني دې ته اړ کړ چې طالب بندیان خوشې کړي، چې ډیری یې بیا له افغان حکومت سره په جګړه کې ښکېل شول.»
کورتز زیاته کړه، د بندیانو خوشې کول داسې و، لکه یو څوک چې دا هېواد طالبانو ته د کلیزې د کیک په څېر وړاندې کړي.
هغې ټینګار وکړ، چې د دوحې هوکړه د سولې هوکړه نه، بلکې له افغانستان څخه د امریکا د وتلو هوکړه وه.
کورتز له افغانستان څخه د امریکا د پخوانیو همکارانو د ایستلو په اړه د ټرمپ ادارې پر پرېکړې هم نیوکه وکړه. د هغې په وینا، ډېرو پخوانیو امریکايي پوځیانو په بې غرضه توګه د دغو همکارانو په ایستلو کې مرسته کړې، خو ټرمپ اوس له افغان همکارانو غواړي چې د امریکا له خاورې ووځي.
نوموړي په افغانستان کې د سیاسي خبرو اترو د بیا پیل پر اړتیا د ټینګار وکړ او د ولسمشر ټرمپ پر ادارې یې غږ وکړ، چې په افغانستان کې د ټولو ښکېلو اړخونو په ګډون دې خبرې اترې پیاوړي کړي.