د هندي پولیسو یوه جګپوړي افسر فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې نن سې شنبه په هندي کشمیر کې په یوه وسله وال برید کې ۲۴ تنه سیلانیان وژل شوي دي.
د هند لومړي وزیر نریندرا مودي دا برید یو ناوړه عمل وباله او ژمنه یې وکړه، چې برید کوونکي به د انصاف محکمې ته راولي.
په سیمه کې د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته وویل چې بریدګرو په پیلګام سیمه کې سیلانیان په نښه کړي او دا سیمه له مرکز سرینګر څخه ۹۰ کېلو میتره فاصله لري.
د ګرځندوی ادارې یوه لارښود وویل چې هغه د ډزو له اوریدو وروسته د پیښې ځای ته ورسید او یو شمیر ټپیان په اسونو ولېږدول شول.
وحيد وويل:«ما يو څو سړي پر ځمکه پراته وليدل، داسې ښکارېدل، چې مړه دي.»
تر اوسه کومې کشمیرۍ ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو نوی ډیلی په دغسې پېښو کې ډېری پاکستان میشتې ترهګرې ډلې ښکیلې ګڼي.
د کشمیر مقاومت په نامه یوې ډلې په ټولنیزو شبکو کې ددغه برید مسوولیت پرغاړه اخېستی.
دا وسله وال برید داسې مهال کیږي، چې د هند لومړی وزیر د سعودي عربستان به سفر بوخت دی او د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وېنس نوي ډيلي ته په څلور ورځني سفر تللی دی.