د اتریش د نړیوالو چارو انسټیټیوټ مشر ولفګنګ پیتریش وویل، نړیواله ټولنه باید طالبان اړباسي، چې له مخالفانو سره خبرو ته کښیني او سیاسي حل لارې ومني.
پیتریش دغه راز پر مخالفو ډلو غږ وکړ، چې د ویانا په غونډه کې ګډون وکړي او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه لا فعال رول ولوبوي.
د اتریش د نړیوالو چارو انسټیټیوټ رییس او د ویانا غونډې کوربه له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې له طالبانو سره د مخالفو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان په اړه په پرېکړو کې باید افغانان ونډه ولري.
پیتریش د طالبانو د اپوزیسیون پر استازو او مشرانو غږ کړی، چې ویانا ته سفر وکړي او په غونډو کې برخه واخلي.
هغه وویل:« موږ له ۲۰۲۳ کال راهیسې د لارې نقشه باندې بحث کوو، یو قوي پلان باید د برخه اخیستونکو له خوا په چټکۍ سره رامینځته شي».
پیتریش د ویانا د غونډې د اهدافو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې د دې غونډې وروستۍ هدف له طالبانو سره اړیکه نیول او د خبرو په پیلولو کې د دې ډلې شاملول دي.
هغه وويل:«طالبان د افغانستان حقيقت دى.زموږ هدف د جګړې جوړول نه دي. افغانستان بې شمېره جنګونه تجربه کړي دي. موږ باید له طالبانو سره د خبرو د پیل لپاره یوه لاره ولټوو. لومړني تماسونه باید جوړ شي.»
نوموړي همداراز پر طالبانو د امریکا، اروپايي ټولنې او د سیمې د سترو قدرتونو د فشار پر اړتیا هم ټینګار وکړ، څو دغه ډله له خپلو مخالفینو سره خبرو ته وهڅوي.
د اتریش د نړیوالو چارو د انسټیټیوټ مشر وویل چې د طالبانو په منځ کې منځلاري کسان شته چې ټاکنو ته حاضر شي.
هغه دا هم وویل: «زموږ تر ټولو مهم هدف دا دی، چې بین الافغاني مذاکرات په مثبت او د کار وړ حل لارې بدل کړو.د دوحې د هوکړې له مخې، طالبانو ژمنه کړې چې په افغانستان کې له ټولو غیر طالب یا طالب ضد ځواکونو سره خبرو ته کښېني.»
د ویانا پروسه د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو وروسته د مهمې ناستې په توګه مطرح شوې،چې د طالب ضد سیاسي او پوځي خوځښتونو په ګډون جوړېږي.
د دې غونډې پنځم کنفرانس د تېر کال په فبرورۍ میاشت کې د اتریش په پلازمېنه کې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا او د افغانستان د ملي امنیت د پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا په حضور کې جوړ شو.