طالبانو په بامیان کې د ساکښو موجوداتو پر انځور‌خپراوي بندیز ولګاوه

۴ ساعتونه مخکې

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، په بامیان ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست د یوه رسمي امر په صادرولو سره ټولو دولتي ادارو او رسنیو ته سپارښتنه کړې، چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه دې نه خپروي.

دا پنځلسم ولایت شو، چې طالبان ورته بنديز پکې لګوي.

د افغانستان خبريالانو مرکز د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په بامیان کې د یوه مکتوب له لارې د ساکښو د انځورونو په اخیستلو او خپرولو بندیز ولګاوه.

مرکز اندېښنه ښودلې، چې پر رسنيو د طالبانو ورته بندیز د خبر رسونې، بیان ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي بهير ستونزمنوي.

دغه بندیز د طالبانو د بامیان والي عبدالله سرحدي ابلاغ کړی او د طالبانو امربالمعروف اداره یې عملي کوي.

په مکتوب کې ځايي ادارو ته امر شوی: «له دې وروسته له خپلو پروګرامونو او ناستو څخه انځورونه وانخلئ او هېچا ته هم د دې کار اجازه ورنه کړئ. له دې حکم څخه د سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.»

په بامیان کې د طالبانو تر واک لاندي د ملي راډيو ټلویزیون او باختر اژانس ترڅنګ بامیان او نسیم خصوصي راډيوګانې فعالې دي.

د افغان خبریالانو مرکز زياتوي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې د امربالمعروف قانون له جوړېدو وروسته دوی په ۱۵ ولایتونو کې د ساکښو د انځورونو پر اخیستلو بندیز لګولی.

طالبان د امربالمعروف د قانون پر عملي کولو ټينګار کوي

د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې پر لګېدلو بندیزونو له سره غور وکړي او له خپلو سختو پرېکړو تېر شي.

نور خبرونه

رادیو