د پاکستان کورنیو چارو وزارت: په روانه میاشت کې ۱۰۰ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي

۷ ساعتونه مخکې

فرانس پریس خبري اژانس د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، چې په تیرو دریو اونیو کې له ۱۰۰ زرو څخه زیات افغانان له پاکستان نه وتلي دي.

دغه اژانس لیکلي چې د اپریل له پیل راهسې د افغان کډوالو کډې د کاروانونو په ډول د ډیورنډ کرښې پر لور روانې دي.

د اپرېل په لومړۍ نېټه د افغان کډوالو دداوطلبانه خروج په تړاو د پاکستان ضرب الاجل پای ته ورسېد او له هغه وروسته دددوی د شړلو جبري عملیات پیل شول.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت فرانس پریس خبري اژانس ته وویل« چې د اپریل په میاشت کې ۱۰۰,۵۲۹ افغانان وتلي دي.»

دغه اژانس د شنونکو په حواله لیکلي چې له پاکستان څخه په جبري ډول د افغان کډوالو ایستل اصلا د طالبانو پر چارواکو د فشار اچولو لپاره ول، چې اسلام اباد یې په سرحدي بریدونو کې ښکېل بولي.

۲۷ کلن الله رحمان د شنبې په ورځ په تورخم کې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: «زه په پاکستان کې زیږیدلی یم او هیڅکله افغانستان ته نه یم تللی نو زه وېرېدم چې پولیس به ما او زما کورنۍ ته سپکاوی وکړي. اوس موږ له ناچارۍ افغانستان ته روان یو.»

د طالبانو رییس الوزرا ملا حسن اخوند د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په کتنه کې د افغان کډوالو پر ستنېدو غږېدلی او د پاکستان پر «یو اړخیزو اقداماتو» یې نیوکه کړې.

ملاحسن اخوند د پاکستان له حکومته وغوښتل چې "د افغان کډوالو په باعزته راستنېدو کې اسانتیاوې رامنځته کړي".

نور خبرونه

رادیو