طالبان وايي په پنجشېر کې د زمردو د کان کېندونکو شمېر ۴۰ سلنه ډېر شوی

۷ ساعتونه مخکې

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، په دغه ولایت کې د زمردو د کان کېندونکو شمېر ۴۰ سلنه زيات شوی.

د طالبانو دغه اداره زياتوي، چې دا مهال په پنجشېر کې د زمردو کان ۲۱ نوې سيمې رامنځ ته شوې او کان کېندنې پکې پیل دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم رياست مسوولینو د سې شنبې په ورځ ویلي، چې په دغه ولایت کې د زمرد کان ۲۱ نوې سېمې رامنځ ته شوې او د زمردو کان کېندنه پکې پیل شوې ده.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، په پنجشېر ولایت کې د زمردو په کان کېندنه کې دا مهال په زرګونو ځوانان په کار بوخت دي.

دوی ویلي، چې تر اوسه په پنجشېر کې د زمرد د کانونو د استخراج او کان کېندنې په برخه کې ۶۰۰ شرکتونه رسمي جوازونه لري او په کارونو بوخت دي.

دغه اداره نژدې هره اونۍ د زمردو د پلور خبر ورکوي.

همدا تېره اونۍ په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست ويلي و، چې د دغه ولایت له کانونو کېندل شوي ۱۵ زره او ۵۵۲ قیراطه زمرد یې د ۳۲۸ زره او ۹۵۰ ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

تر ډېره پر طالبانو نیوکې کېږي چې، دغه کانونه په نامسلکي توګه راباسي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.

پر دې ډلې تور دی، چې د افغانستان د کاني زېرمو په اېستلو کې پراخ فساد کوي.

نور خبرونه

رادیو