ټاکل شوې وه چې سبا چهار شنبه له اسلام اباده جرمني ته یوه بله الوتنه وشي او د جرمني افغان محلي همکاران او تر ګواښ لاندې کسان برلین ته ولیږدوي، خو ددې الوتنې په اړه اوس ویل کیږي چې ځنډېدلې.
د جرمني ډي پي اې اژانس د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړ، چې د چارشنبې ورځې پلان شوې الوتنې په اړه تر اوسه اړندو ادارو معلومات نه دي ور کړي، نو تمه نه کیږي، چې دغه الوتنه دې ترسره شي.
جرمني رسنیو تېره اونۍ رپوټ ورکړی و، چې د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل میاشتې تر پایه له اسلام اباده دوه نورې الوتنې تنظیم کړې، چې د رسمي ژمنپاڼو درلودونکي افغانان برلین ته و لیږدوي.
په ورته وخت کې بیلډ ورځپاڼې هم رپوټ ورکړی، چې الوتنې په لنډمهالي ډول ځنډول شوې دي.
په جرمني کې د افغانانو پر انتقال نیوکې په دې وروستیو کې ډېرې شوې او د ټاکنو ګټونکي ګوند سي ډي یو له خپل ایتلافي ګوند اېس پي ډي سره په هوکړه لیک کې دې ته اشاره کړې، چې د منلو پروګرامونه به تر ممکنه حده محدودیږي او نوي پروګرامونه به نه پیلوي.
تېره چارشنبه د لایپزیګ په هوايي ډګر کې یوه الوتکه راکوزه شوې وه چې ۱۳۸ افغانان یې جرمني ته ولېږدول.
تر دې مخکې، د همدغه کال په اوږدو کې څو ورته الوتنې شوې دي، چې ټولټال پکې۴۶۱ کسان جرمني ته لیږدول شوي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۲۶۰۰ له خطر سره مخ افغانان لا هم په پاکستان کې جرمني ته د انتقال په تمه دي.
د جرمني د زرغون ګوند استازې شاهینه ګمبیر ویلي چې په پاکستان کې پر افغان کډوالو د اسلام اباد فشارونو ته په کتو اوس تر هر وخت مهمه ده چې د جرمني د ژمنپاڼو لرونکي افغانان زر برلین ته ولېږدول شي.