د طالبانو مشر ملاهبتالله وایي، کفارو د افغانستان په پوځي جګړه کې تر ماتې وروسته اوس تبلیعاتي جګړه پیل کړې ده.
هغه دارنګه خلک د دغې جګړې پر وړاندې ګډې مبارزې ته بللې دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي دغه څرګندونې په کندهار کې «د اسلامي ثقافت ملي کنفرانس» په نوم یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې دي.
په دغه کنفرانس کې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم، د سرې میاشتې عمومي مشر، د مرکزي دارالافتا مشر، د کندهار امنیه قوماندان، د هلمند ولایت د علماوو شورا مشر او ځبنو نورو دیني عالمانو ګډون لاره.
نوموړي ویلي: «زه ستاسو لپاره هغه څه خوښوم، چې د ځان لپاره یې خوښوم؛ که تاسو هم هغه څه زما لپاره وغواړئ، چې د ځان لپاره یې خوښوئ، په دې صورت کې به هېڅ دوښمن ته موقع پیدا نه شي چې په مابین کې ګډوډي را پیدا کړي او نه به هم نظام له ستونزو سره مخ شي.»
هغه وایي: «موږ په چارو کې د الله تعالی په رضایت مکلف یو، د الله تعالی په نارضایتۍ کې د خلکو په رضا کې خیر نشته.»
دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالو په ګډون ځینې طالب چارواکي او له هغې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی او د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هغه کسان دي، چې د ملا هبتالله له تګلارو سره یې مخالفت ښودلی دی.
ښایي د نوموړي موخه هم له هغو طالب چارواکو وي او یو وار بیا یې خپلو پرېکړو ته د «اسلامي شریعت او د الله رضا» نوم ورکړی دی.
هغه تر دې وړاندې هم له خلکو غوښتي و، چې د هغه اطاعت وکړي.
هغه دارنګه د طالبانو ډلې ته په خطاب سره ویلي: «د الله د رضا او شرعي نظام لپاره افغانانو شل کاله جهاد وکړ او اوس د همدې شرعي نظام عملي کولو لپاره باید په سل کاله قربانیو هم ستړي نه شو.»
په طالب مشرانو کې د اختلافاتو تر خبرونو وروسته د دغې ډلې د مشر په ګډون لوړپوړي مشران د رسنیو له لارې یو بل ته په غونډو کې د کنایې په ډول ځینې پیغامونه رسوي او په مخامخ غونډو کې سره ناست وي.