د منظور پښتین په مشرۍ د منیر شاکر د وژلو او د افغانانو د اېستلو په غبرګون کې غونډه کېږي

AP ۱۴۰۴ غویی ۲

د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظوراحمد پښتین د خپلو ټولنیزو شبکو له لارې په خپره شوې ویډیو کې اعلان کړی، چې د مفتي منیز شاکر د وژل‌کېدو او له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې د شاکر له زوی سره په ګډه د روانې اپرېل میاشتې په ۲۷مه غونډه کوي.

نوموړي د سې‌شنبې شپې ناوخته (د اپرېل ۲۲مه) زیاته کړې، چې دا غونډه د خېبرپښتونخوا د پېښور په باغ ناران سیمه کې کېږي او له مېشتو پښتنو ولسونو څخه یې غوښتي، چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

منظور پښتین په دې ولسي غونډه کې د پښتنو ولسونو ګډون «یوه فریضه» بللې ده.

هغه همداراز په نږدې راتلونکي، «د وخت ضرورت څه دی، په سیاسي حرکتونو کې د محکومو او مظلومو قومونو لومړي‌توب، د ټولنیزو رسنیو د معقول او نامعقول استعمال» او نورو موضوعاتو په هکله د یوه تفصیلي پیغام د خپرېدو خبر ورکړی دی.

پښتین د دغه پیغام د خپرېدو د کره نېټې په تړا څه نه دي ویلي.

دا غونډه داسې مهال کېږي، چې له دې مخکې په پښتونخوا کې د وژل شوي دیني عالم مفتي منیر شاکر زوی عبدالله شاکر د خپل پلار له وژل‌کېدو وروسته پر خواله رسنیو یوه ویډيو خپره کړې وه او د پاکستان له حکومته یې غوښتي و، چې د نوموړي د پلار په وژلو کې ښکېل کسان ور په ګوته کړي.

د یادونې ده، چې د پښتونخوا مشهور دیني عالم مفتي منیر شاکر د کب میاشتې په ۲۵مه د مازدیګر لمانځه لپاره جومات ته روان و، چې چاودنه پرې وشوه، لومړی ټپي شو او بیا یې په روغتون کې د درملني پرمهال ساه ورکړه.

نور خبرونه

رادیو