د وسلو قاچاق؛ طالبان وايي د امریکايي اېم ۴ په ګډون یې ګڼې وسلې نیولې

۸ ساعتونه مخکې

د افغانستان په ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو چارواکي وايي، چې ۳۳ميله سپکې او درندې وسلې او مهمات یې کشف او ترلاسه کړي دي.

په نیول شویو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، کلاشنکوفونه، اېم ۱۶، اېم ۴، تومانچې، لاسي بمونه او راکټونه شامل دي.

د طالبانو د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو نن سې شنبه د غويي ۲مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه وسلې د کشف او استخباراتو مديريت له لوري د کشفي راپورونو پر اساس د ختيز زون په بېلابېلو سيمو کې د یو لړ چاڼيزو عملياتو په ترڅ نیول شوې دي.

په نیول شویو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، کلاشنکوفونه، اېم ۱۶، اېم ۴، تومانچې، لاسي بمونه او راکټونه او دغه راز د توغندیو دوې دستګاوې، ۷ کړۍ لاسي بمونه، ۶۴۰ د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.

په خبرپاڼه کې طالبانو پر خلکو غږ کړی، چې که له هر چا سره د بيت المال اړوند وسلې، وسايط او تجهيزات وي پخپله خوښه دې مسوولينو ته وسپاري.

دوی خبرداری ورکړی چې د سرغړونې په صورت کې پرې عمليات ترسره کیږي او بیا د شکايت حق نه لري.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې د پخواني حکومت څخه ورته پاتې وسلې یې خوندي دي خو دوی په بېلابېلو ولایتونو کې د سپکو او درندو وسلو د قاچاق د مخنیوي رپوټونه ور کوي.

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام تر پرځیدو او د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته طالبانو ته د پرمختللو وسلو پاتې کېدو د سیمه ییز امنیت او ټیکاو په تړاو اندېښنې راپورته کړې دي.

خو د طالبانو خبره دا ده، چې په پاکستان کې د وسله والو ډلو له لوري د ناټو او امریکایي ځواکونو کاریدونکې وسلې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ته د لېږدولو پر مهال برمته او غلا شوې وې او په تور بازار کې په اسانه موندل کېدې.

نور خبرونه

رادیو