د عمران خان مدافع وکیل او د تحریک انصاف ګوند د حقوقي ټیم غړی فیصل چوهدري وایي، د شپږو وکيلانو نوملړ چمتو شوی و چې له عمران خان سره وګوري، خو يوازې دوو وکيلانو ته اجازه ورکړل شوې څو زندان ته ننوځي، په داسې حال کې چې څلور نور وکیلان له کوم قانوني دليل پرته راګرځول شوي دي.
د ډان نیوز د راپور له مخې، فیصل چوهدري په دې تړاو وویل: «موږ له عجیبو خنډونو سره مخ یو، نه یوازې وکیلان، بلکې د خویندو او وروڼو په ګډون د عمران خان د کورنۍ غړي د هغه د لیدو اجازه نهلري.»
نوموړي له رسنیو سره د خپلې وینا په دوام ویلي، چې له عمران خان سره د لیدنې پر مهال یې په هېواد کې د ناوړه قانوني وضعیت په تړاو اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی، چې د اساسي قانون د ۲۶م تعدیل تر منظورېدو وروسته د سیاسي شخړو فضا پراخه شوې ده.
د هغه په وینا، د تحریک انصاف مشر پلان لري چې د دغه وضعیت په غبرګون کې د سترې محکمې مشر قاضي ته یو رسمي لیک واستوي او زیاتوي، چې د دوی قضیې د محکمو لهخوا نه منل کېږي.
هغه همداراز د عمران خان په حواله ویلي، چې قضايي سېسټم، د فدرالي څېړنو اداره (اېفایاې) او پولیس ټول د یوې سازمانشوې دسیسې هدف ګرځېدلي دي.
فیصل چوهدري زیاته کړې: «موږ د هغو ادارو د له منځه تلو شاهدان یو چې باید د قانون ساتونکي اوسي، خو اوس د سیاسي فشار وسیلې ګرځېدلي دي.»
د یادونې ده، چې د پاکستان مخکېنی لومړی وزیر عمران خان او د هغه مېرمن بشرا بيبي د تېر ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په ۱۷مه د دغه هېواد په راولپېنډۍ ښار کې د یوې محکمې له خوا له اصلي بیو په کم ارزښت د دولتي سوغاتونو رانیولو په تور په ۱۴-۱۴ کاله بند سزا او د ۷۸۷ مېلیونه پاکستانۍ کلدارو په ورکولو محکوم شوي وو.
څه موده مخکې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي و، چې د پاکستان پوځ د ناسمو تګلارو له امله دغه هېواد له سخت امنیتي، سیاسي او اقتصادي ناورین سره مخ دی او د دغه هېواد له حکومت څخه یې غوښتي و، چې عمران خان ژر تر ژره خوشې کړي.