د پاکستان پوځ ادعا کړې، چې د شمالي وزیرستان په دته خېل سمیه کې یې د عملیاتو په پایله کې ۱۴ وسلهوال جنګیالي وژلي دي. د پاکستان پوځ دا جنګیالي د « هند له خوا تمویل کېدونکي» بللي.
د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو دفتر ویلي، چې دا عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د جون په دویمه او درېیمه تر سره کړي او له سختې نښتې وروسته ټول ۱۴ وسلهوال له منځه وړل شوي دي.
بل لور ته، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د عملیاتو مشري کوونکو ځواکونو ستاینه کړې او دا یې د " بشریت دښمنانو پر ضد مهم ګام" بللی.
نوموړي ویلي: «موږ به د ترهګرو ناولي هدفونه له منځه یوسو او د خپلو ځواکونو په مسلکي وړتیا به د ترهګرۍ جرړې له ریښو وباسو».
له دې وړاندې، د جون په دویمه نېټه هم په بلوچستان کې د ورته عملیاتو په ترڅ کې ۷ نور جنګیالي وژل شوي وو، چې پاکستان یې د هند « فتنه» بولي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په بلوچستان کې فعالې ټولې ترهګرې ډلې به تر دې وروسته د "فتنهالهندوستان" تر نامه لاندې یادېږي.
پاکستان هند تورن کړی چې له دغو ډلو د نیابتي جګړې لپاره کار اخلي، خو هند پاکستان په کشمیر کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورنوي.
پاکستانی طالبانو تر اوسه د پوځ ددې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.