د جرمني د جرمونو فدرالي ادارې مشر هولګر مونش یوې ځايي رسنۍ «ار این ډي» ته ویلي چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت بندېدو سره په نړۍ کې کوکایین زیات شوي دي.
هغه اندېښنه ښودلې چې د هیرویینو کمښت به ددې لامل شي چې ځای یې مصنوعي اپین ونیسي.
د جرمني د جرمونو فدرالي ادارې مشر وايي چې مصنوعي اپین ترکیب کولی شي چې مصرف کوونکو ته ډیر جدي ګواښونه پېښ کړي.
هولګر مونش دا وضعیت د "کوکایین سیلاب" سره پرتله کړ او خبرداری یې ورکړ چې مخدره توکي په ټول هېواد کې د خپرېدو په حال کې دي.
د ډویچه ویله د رپوټ له مخې، د جرمونو د احصایې له مخې چې په ۲۰۲۴ کې خپاره شوي، په جرمني کې په هیروینو پورې اړوند جرمونه کم شوي دي.
په ورته وخت کې بیا په جرمني کې په کوکایین پورې اړوند جرمونه شاوخوا ۵ سلنه زیات شوي دي او د مصنوعي مخدره توکو شاوخوا ۶ سلنه زیات شوي چې دا د اندېښنې وړ دي.
دا اندېښنې په داسې حال کې دي، چې له دې وړاندې د ۱۴۰۳ کال د تلې په میاشت کې سالون رسنۍ د یوې بریټانيايي خیریه موسسې د مشر اندره ګومز په حواله لیکلي و، چې د کوکنارو پر کر د طالبانو د بندیزونو له امله په لومړیو کې د زیرمه شویو هیرویینو شته والي دا ګواښ یوڅه راکم کړی و، خو اوس ددې زیرمو په کمېدو سره دا ګواښ ډیریږي.
د نوموړي په باور، په ډېر احتمال د نشه يي توکو د بیو لوړېدو سره به قاچاق کوونکي دې ته وهڅیږي، چې ځایناستي مصنوعي توکي ومومي.
د یادې رسنۍ د رپوټ له مخې، ددې بندیز اغیزې په پولنډ کې تر سترګو کیږي، ځکه هلته د فنتانیل له امله د مړینې شمېر ډېر شوی.
د اروپا د نشه يي توکو او په نشه يي توکو د روږدو د څارنې مرکز وايي، چې مصنوعي اپیني توکي، سره له دې چې تر اوسه پراخ شوي نه دي، خو په ځانګړو سیمو لکه بالتیک هېوادونو کې ورو ورو دود کیږي.