د چک د ځانګړو ځواکونو څلور تنه غړي د یوه افغان سرتېري له مړینې سره د تړاو په تور تورن شوي دي.
د چک راډیو د رپوت له مخې، دا پېښه په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوې وه.په دې پېښه کې یاد افغان، چې خان نومول شوی، د هرات ولایت په شینډنډ پوځي اډه کې یو چکی سپی روزونکی توماش پروخازکا ووژه او دوه نور سرتېري یې ټپیان کړل.
خان له نیول کېدو وروسته د چکي سرتېرو تر پوښتنو او ګروېږنو لاندې راغلی و او په همدې ترڅ کې وژل شوی و.
چکي رسنۍ وايي، چې پر یادو سرتېرو د زورواکۍ او د امرونو نه منلو په ګډون، بېلابېل تورونه لګول شوي دي.
د برنو سیمه ییزه محکمه به د دغې حساسې قضیې اورېدنه تر یو ځانګړي امنیتي رژیم لاندې پرمخ یوسي.
امریکايي او چکي سرتېري په ۲۰۱۸ کال کې هم د وحیدالله خان د مرګ په اړه تر پلټنو لاندې وو.
یاد افغان کمانډو تورن و چې یوه میاشت وړاندې یې یو چکی سرتېری وژلی و. دا په ۲۰۱۸ کال کې څلورم ځل و چې افغان ځواکونو پر ناټو سرتېرو برید کاوه.
یوه امریکايي چارواکي هغه مهال وویل، چې د پوځ د اووم ځانګړي ځواک ډلې غړي، چې خان یې چکي ځواکونو ته وسپاره، له افغانستان نه وروسته و اېستل شول، خو دا لا روښانه نه ده چې ایا امریکایي سرتېرو هم د ده په وهلو کې لاس درلود که نه.
د امریکا پوځ ویاند ډګروال ډیو بټلر هغه مهال د یوې اعلامیې له لارې یاده پېښه تایید کړه خو نور جزئیات یې ورنه کړل.
د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې، د چک د دفاع وزارت ویاند یان پیسک په هغو کلونو کې د خان په وژنه کې د چکي سرتېرو ښکیلتیا رد کړې وه.
دغه څلور سرتېري د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د چک پوځي پولیسو ونیول.
چک جمهوریت په تېر جمهوري نظام کې د ناټو تر مشرۍ لاندې افغانستان کې۳۴۵ سرتېري درلودل.