په خېبرپښتونخوا کې د ټي ټي پي په بریدونو کې ۹ پاکستاني پوځیانو ته مرګژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۴ غویی ۲

د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي) وسله‌والې ډلې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې پر امنیتي ځواکونو یو لړ بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه اوه پاکستاني پوځیان وژل شوي، دوه ټپیان دي او یو شمېر امنیتي تجهیزات ویجاړ شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه بریدونه د اپرېل په ۲۲مه د ټانک، شمالي وزیرستان، بنو، خېبر، لکي مروت او ملاکنډ په شمول نهو بېلابېلو سیمو کې ترسره شوي دي.

د دغه ډلې په اعلامیه کې همداراز راغلي، چې په شمالي وزیرستان کې پر څلورو پوځیانو غلچکي بریدونه شوي، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

په اعلامیه کې د بنو په داړې پل پوستې او د خېبر د باړې ولسوالۍ څلورو بېلابېلو سیمو (ارهنګه، لنډاور بادام سر، شېردره، او ټنډي سر) کې د سنایپر بریدونو راپور ورکړل شوی.

همدا راز اعلامیه زیاتوي، چې په لکي مروت کې د یو لړ عملیاتو پر مهال چې دوه سرتېري وژل شوي، خو په ملاکنډ کې بیا یو پولیس تر نیول کېدو وروسته بېرته خوشې شوی دی.

په دغو عملیاتو کې د څلورو امنیتي کمرو د ویجاړېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.

تر اوسه د پاکستان پوځ یا کورنیو چارو وزارت له خوا په رسمي ډول د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو دا ډول بریدونه د سیمې امنیتي وضعیت ته جدي ننګونې متوجه کوي.

د مارچ پر ۱۴مه ټي ټي پي د پاکستاني پوځ پر خلاف د الخندق په نامه د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ او تر ننه یې دوام ورکړی.

د پاکستان پوځ هم د وسله والو پر ضد د البدر عملیات پیل کړي.

د پاکستان پوځ په تېرو ۲۰ کلونو کې د ترهګرۍ او سخت دریځۍ د ختمولو او د امن د راوستلو په نامه پنځه لوی او ځینې واړه عملیاتونه ترسره کړې دي.

دا عملیات په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي، تحریک نفاذ شریعت محمدي او ځینو نورو افراطي ډلو خلاف ترسره شوي دي.

نور خبرونه

رادیو