۲۶ کلنه فاطمه بيبي چې په یوې پاکستانۍ کورنۍ کې زېږېدلې، نن د خپل دوه نيم مياشتني ناروغ ماشوم سره په تورخم کې د کډوالو اداره کې د نوم لیکنې لپاره په کتار کې انتظار ده.
فاطمه چې د پنجاب اوسېدونکې ده، هلته زېږېدلې، لویه شوې او دوه کاله وړاندې يې د يو افغان سره واده کړی دی.
د هغې له اوښکو ډکې سترګې، په زړه کې وېره او په څېره کې بې وسي چې له ورایه ښکارېده؛ د افغانستان انټرنشنل پښتو خبريال جواد شينواري ته ویلي:« دا افغانستان ته زما لومړی سفر دی. زړه مې ډېر دروند دی. ما هېڅکله دا تصور هم نه و کړی، چې يوه ورځ به له خپل هېواده داسې وځم.»
د فاطمې مېړه چې د افغانستان تابعيت کارت لري؛ خو په وروستیو کې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره د قانوني اسنادو نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوی.
د فاطمې مېړه چې يو ځل د پولیسو لهخوا نیول شوی و او وروسته بېرته خوشې شو؛ اوس اړ شوی، چې له خپلې کورنۍ سره يو ځای افغانستان ته ستانه شي.
فاطمه وايي:« موږ اړ شو، چې دوه ورځې وړاندې له پنجابه حرکت وکړو؛ خو په لاره کې سختې ګرمۍ ستړيا او ناروغۍ زموږ حالت خورا کړکېچن کړ. زما زوی دوه نيم مياشتنی دی، هغه ناروغ دی ډېر ژاړي او زه خپله هم ډېره کمزورې شوې يم.»
خو د فاطمې مور، خور، ورور او نور خپل، خپلوان لا هم په پاکستان کې پاتې دي.
هغه وايي:« کله چې مو د افغانستان په لور حرکت کاوه؛ نو زما مور ډېر ژړل. له هغوی بېلتون ډېر دردوونکی و؛ لاتر اوسه مې هغه شېبه له زړه نه ده وتلې.»
فاطمه په نهیلۍ وایي، ايا همدا زما ګناه ده چې ما له يو افغان سره واده کړی دی؟
هغې وایي:« زه خو د پاکستان اوسېدونکې يم، دلته زېږېدلې يم، دلته لويه شوې يم، دا زما وطن دی دا زما هویت دی؛ خو اوس زه او زما ناروغ ماشوم يو داسې هېواد ته استول کېږو، چې ما هېڅکله نه دی لیدلی، نه د هغه ځای له چاپېريال سره بلده يم، نه یې په ژبه پوره پوهېږم او نه هلته څوک پېژنم.»
فاطمه زياتوي:« زما خاوند سره په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه و؛ نو ځکه موږ ټول له دغه هېواده و اېستل شو. خو زما د ماشوم څه ګناه ده؟ هغه خو لا دوه نيم مياشتنی دی، لا د وطن په معنا نه پوهېږي.»
فاطمې په ژړغوني غږ وویل:« زه غواړم، چې زما زوی په پاکستان کې زدهکړې وکړي، دلته لوی شي؛ خو اوس به هغه خپل ژوند په داسې هېواد کې پيلوي، چېرې چې موږ هېڅوک نه پېژنو.»
له بل پلوه د بشري حقونو فعالان وايي، چې دا مهال زرګونه کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ دي او په ځانګړې توګه هغه مېرمنې چې په پاکستان کې زېږېدلې او د افغانانو سره يې ودونه کړي دي.
د فاطمې په څېر ګڼ شمېر کورنۍ شته، چې د پاکستان شناختي کارت لري؛ خو د هغوی ژوند له هغو کسانو سره تړلی دی، چې په پاکستان کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نلري.