په کورمه کې د خلکو د سر او مال ساتلو لپاره رضاکار ځواک جوړیږي

۱۰ ساعتونه مخکې

د پاکستان مشرانو جرګه کې د کورمې پخواني سناتور عابد حسیني په دغه ولسوالۍ کې د خلکو د سر او مال د ساتنې لپاره د رضاکار ځواک د جوړېدو اعلان وکړ.

عابد حسیني په یوه غونډه کې وویل، چې له اوو میاشتو راهسې د دې سیمې خلک کلابند دي.

د کورمې ولسوالۍ د مرکز پاړه چنار په کشمير چوک کې يوې لويې غونډې ته په وينا کې پخواني سناتور عابد حسيني وويل په کرمه کې د بدامنۍ په نامه خلکو ته چل او فریب ورکول کېږي.

هغه نیوکه وکړه چې د امن تړون سره د پېښور او کورمې سړک د رتګ او راتګ لپاره نه پرانیستل کېږي.

دی وايي، خلک حکومت ناهیلي شوي، ځکه به دوی سبا د رضاکار ځواک د استخدام کار پیل کړي ترڅو خلک له ګډوډۍ وژغورل شي او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره د رضاکار ځواک له لارې ګامونه واخیستل شي.

په کورمه کې د سنیانو او شعیه ګانو ترمنځ شخړه له کلونو راهیسې د ځمکو او غرونو کې د ځنګلونو د وېش پر سر روانه ده؛ خو په دې وروستیو کې دا ناورین تر بل هر وخت ډېر خونړی شو.

اوسنی ناورین هغه مهال پیل شو، چې د پاړاچینار شیعه یانو کوزمه کورمه کې پر کاروان برید وکړ او د ماشومانو او ښځو په ګډون یې اتلس کسان ووژل.

په مقابل کې سنیانو د دوی پر کاروان برید وکړ او تر ۴۰ کسان یې ووژل او په ځواب کې شیعه یانو د بګن په نوم د سنیانو بازار وسوځاوه او د ماشومانو په ګډون یې ښځې او بوډاګان ووژل.

د راپورنو له مخې، په سیمه کې شیعه مذهبي د ایران هېواد له لوري ملاتړ کېږي او ان د وسلو مرستې هم ورسره کېږي، چې په بګن سوځولو کې یې هم ونډه درلوده.

نور خبرونه

رادیو