د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، چې له هند سره د شملې تړون نه مني او اوس د کشمیر د کنټرول کرښه بېرته د ۱۹۴۸ کال د اوربند کرښې حیثیت خپلوي.
د پاکستان دفاع وزیر له یوه پاکستاني ټلویزیون جیونیوز سره په خبرو کې ویلي، چې د شملې تړون له ختمېدو وروسته کنټرول کرښه «LOC» اوس یوازې اوربند کرښه ده.
نوموړي ویلي، چې د شملې تړون د دوو هېوادونو ترمنځ شوی او په دغه تړون کې نړیوال بانک یا کوم بل درېیم اړخ شامل نه و.
اصف ویلي، د هند له خوا پر پاکستان بریدونو د شملې تړون ارزښت پای ته رسولی دی.
اصف ویلي:«د شملي تړون ټولې مادې پای ته رسېدلې او له جګړې وروسته چې کوم تفاهمونه شوي دي، هغه نور هیڅ ارزښت نه لري. موږ بېرته د ۱۹۴۸ وضعیت ته روان یو، هغه وخت دا مسله د اوربند کرښې په توګه مطرح وه.»
نوموړي ویلي، که د هند او پاکستان ترمنځ حالات همداسې دوام پیدا کړي، نو تړونونه به هیڅ ارزښت ونه ولري.
پر همدغه مهال نوموړي د دواړو هېوادنو ترمنځ د اوبو پر سر شخړو په اړه ویلي، چې د سند تاس اوبو تړون څخه هېڅ هېواد په خپلسري ډول نه شي وتلی او د دغه تړون اړوند هر ډول اقدامات باید دوه اړخیز وي.