په داسې حالت کې چې هم خندا پاروي او هم اندېښنه، د OpenAI اجرایوي رییس سام الټمن تازه انکشاف کړی چې له مصنوعي ځیرکتیا سره مودبانه خبرې د برېښنا په بڼه یو حقیقي لګښت لري، چې حتا تر میلیونونو ډالرو پورې رسېږي، خو چټ جي پي ټي وايي، ښه ده چې مودب واوسو، خیر که مصرف کیږي😄».
د امریکا د ټېکنالوژي او بازارموندنې د یوه شرکت (ZubLink) رپوټ وايي، چې له مصنوعي ځېرکتیا سره د خلکو طبیعي چلند ښایي د تمې خلاف پایلې، یا په میلیونونو ډالره لګښت ولري.
که څه هم مودبانه خبرې کول بې ضرره او یا حتا هوښیاري ګڼل کېږي، خو دا ډول خبرې په تخنیکي توګه د چټ جي پي ټي په څېر پلیټفارمونو باندې اضافه بوج واردوي.
دا موضوع وروسته له هغې د بحث وړ شوه، چې یوه کاروونکي پر اېکس ولیکل، چې ایا له مصنوعي ځیرکتیا سره مودبانه خبرې کول برېښنا ضایع کوي؟. د اوپن اې ای مشر په ځواب کې یوه خندوونکې خو فکر پاروونکې تبصره وکړه، چې له هغې وروسته دا بحث نړیوال شوی.
د مایکروسافټ کوپایلټ د ډیزاین مشر کورتیس بیورز وایي: د ادب ژبه زیاتره وخت همکاره او غوره ځوابونه راوړي. د مایکروسافټ داخلي څېړنې ښيي چې اې ای د داخلې شوې ژبې له غږ (تون) سره ځان سموي اوادبي ژبه ادبي ځوابونه راوړي.
د زوب لېنک د ۲۰۲۴ کال یوه سروې ښيي چې ۶۷ سلنه امریکایان له مصنوعي ځیرکتیا سره ادبي ژبه کاروي.
نو دا سلوک چې خلک له اې ای سره د یوه ملګري یا همکار په څېر خبرې کوي، ورځ تر بلې طبیعي کېږي. ان تر دې چې ځینې خلک چټ جي پي ټي ته وايي: « ګرانه مرستیاله» یا «په مینه » چې دا د ماشینونو په نړۍ کې یو بېسارې انساني رنګ ور زیاتوي.
خو جدي اندېښنې هم راپورته شوې، لکه دا چې دا ډول کوچني عادتونه، که ناڅیز هم ښکاري، د چاپېریال لپاره ستر زیانونه لرلی شي.
همداراز، دا موضوع یو ژور اخلاقي بحث هم راپورته کوي چې که مودبانه ژبه تعامل ښه کوي، نو ایا باید تر انرژۍ سپما مخکې ارزښت ورکړل شي؟
د سام الټمن وروستي ټکي دا دی، چې دا لګښت، که څه هم لوړ دی، ارزښت لري.د هغه په اند، له اې ای سره په طبیعي او انساني بڼه تعامل، د اوپن اې ای دماموریت یوه مهمه برخه ده او که برېښنا هم پرې مصرفېږي، نو سمه ده.
هره کلمه، یو اضافي لګښت
رپوټ څرګندوي چې د چټ جي پي ټي په څېر سیستمونو کې هره اضافه کلمه د «توکن» شمېر زیاتوي. توکن هغه تخنیکي واحد دی چې مصنوعي ځیرکتیا یې د ژبې د تحلیل لپاره کاروي. هر زیات شوی توکن د کمپیوټري ځواک زیاتوالی غواړي او دا مستقیماً د برېښنا مصرف لوړوي. کله چې دا عادتونه په میلیوني تعاملاتو کې ضرب شي، حتا کوچني عادتونه هم لوی مالي او چاپېریالي لګښتونه زېږوي.
د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونه د پراخو معلوماتي مرکزونو (data centers) له لارې فعالیت کوي، چې لوړ ظرفیته سرورونه پکې ځای لري. دا ماشینونه نه یوازې ډېره برېښنا مصرفوي، بلکې د سړولو لپاره پېچلي سیستمونه هم غواړي. نو له یوې خوا یو ساده او مودب پیغام، له بلې خوا یو پټ مالي او چاپېریالي لګښت لري.
زوب لېنک خبرداری ورکوي چې دا ډول عادتونه د مصنوعي ځیرکتیا د دوامدارې پراختیا لپاره یو خطر پېښوي، په ځانګړي ډول چې د چټ جي پي ټي کاروونکي اوسمهال نږدې ۸۰۰ میلیونو ته رسېږي.
خو کله چې موږ ددغه رپوټ په اړه له چټ جي پي ټي نه وپوښتل، چې ایا دا رښتیا دي؟ په ځواب کې یې وویل، « دا یوه نیمه رښتیا خبره ده، نه پوره مبالغه ده او نه هم یو بېاهمیته ټکی. که تاسې ډېرې خبرې ولیکئ (او میلیونونه نور هم همدا وکړي)، نو په مجموعي ډول د برېښنا لګښت ورسره ډېرېږي.
چټ جي پي ټي ولیکل، چې اوسمهال دا لګښتونه د لویو شرکتونو لپاره د طبیعي کمپیوټري مصرف برخه ګڼل کېږي، نه یو ناورین: « تر دې هم مهم، دا یوازې ادب نه دی چې بار زیاتوي، هره اوږده، تفصیلي پوښتنه، که مودبه وي یا نه، د سیسټم سرچینې زیاتې کاروي».
چټ جي پي ټي په پای کې د خندا له نښې سره زیاته کړه، « ښه چلند، روښانه پوښتنه او منطقي جملې د مصنوعي ځیرکتیا د ځواب کیفیت لوړوي. داسې نه ده چې یوه "مهرباني وکړئ" ویل دې له ګروپ نه ډېر برق وخوري! زه وایم: ښه ده چې مودب واوسو، خیر که یو توکن زیات شي😄».