د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبير په جبري ډول له پاکستانه د افغان کډوالو پر اېستلو نیوکه کړې او وایي، چې له کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند له زغم څخه لرې دی او د دواړو ملتونو تر منځ د کرکې پیدا کېدو لامل کېږي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې یاد طالب چارواکي دغه خبرې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) په یوه تخنیکي غونډه کې کړي دي.
د راپور له مخې، دا غونډه د هغو افغانانو د وضعیت ارزونې لپاره جوړه شوې چې یا له پاکستانه راستانه شوي او یا هم دننه په هېواد کې له خپلو مېنو او کورونو بېځایه شوي دي.
په راپور کې راغلي، د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د غونډې ګډونوالو ته ویلي چې د تېرو څو لسیزو جګړو مېلیونونه افغانان بېځایه کړي او یا یې بهر ته د کډوالۍ لامل شوي دي.
په راپور کې دغه راز زیاته شوې، عبدالکبیر ټینګار کړی چې نړۍوالې مرستې باید د افغانستان دننه راستانه شويو او داخلي بېځایه شويو کورنیو ته متمرکزې شي او همداراز یې د کډوالو د ادغام، سرپناه برابرولو او خدماتو ته د لاسرسي لپاره د نړۍوالو بنسټونو پر رول ټینګار کړی دی.
ورته مهال، په افغانستان کې د یوناما مرستیالې ویلي چې له ۲۰۲۳ کال راهیسې تر دې دمه شاوخوا ۸۰۰ زره افغان کډوال له پاکستانه راستانه شوي دي.
نوموړې زیاته کړې، چې تېر کال ملګرو ملتونو او اړوندو ادارو ۱۸۳ مېلیونه ډالر د بشري مرستو لپاره ځانګړي کړي دي.
د باختر اژانس د راپور له مخې، په غونډه کې د ملګرو ملتونو ترڅنګ یو شمېر نورو نړۍوالو بشرپاله بنسټونو هم خپل فعالیتونه او پلانونه له ګډونوالو سره شریک کړي دي.
دغهراز، د طالبانو د بېلابېلو وزارتونو او ادارو استازو د خپلو ترسره شویو خدمتونو او راتلونکو همکاریو په تړاو معلومات ورکړي دي.
دا غونډه داسې مهال کېږي، چې پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو جبري ستنېدو ته زور ورکړی او د روانې اپرېل میاشتې له پيله تر اوسه زرګونه کډوال د تورخم، سپینبولدک او نورو لارو افغانستان ته اوښتي دي.
د تېرې اوونۍ په پای کې د خېبرپښتونخوا حکومت ویلي و، چې د افغان کډوالو د جبري بېرته ستنولو دویم پړاو په ترڅ کې یې تر دې دمه له تورخم لارې ۴۲ زره او ۴۸ افغانان جبري افغانستان ته ستانه کړي دي.