د بې‌ځایه شویو سازمان: د کډوالو مسله یوازې سیاسي یا امنیتي نه، بلکې یوه انساني تراژیدي ده

۵ ساعتونه مخکې

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو د روان وضعیت په تړاو ویلي، چې د افغان کډوالو مسله یوازې سیاسي یا امنیتي نه؛ بلکې یوه انساني تراژیدي ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، که افغانستان او پاکستان په راتلونکې کې د ښه ګاونډیتوب او اړیکو غوښتونکي وي؛ نو باید دغه اړیکې بشریت ته په متقابل درناوي پیل شي.

د دغه سازمان پا وینا، کډوال هغه که په افغانستان کې وي او که پاکستان کې چې دوی یې خپل کور بولي؛ د ستنولو د خبرتیاوو او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د لګېدلو اغزن تارونو څخه د اړولو پر ځای باید ورته د وقار، قانوني پېژندنې او د ژوند کولو اسانتیاوې برابرې شي.

دغه سازمان زیاتوي:« دا یوازې سیاسي یا امنیتي مسله نه ده؛ بلکې یوه انساني تراژیدي ده. د افغان کډوالو نسلونه په پاکستان کې رالوی شوي، هلته ښوونځي ته تللي، کاروبارونه یې پیل کړي او ژوند یې جوړ کړی دی؛ د دوی ناڅاپه ستنول د لسیزو ادغام، د ټولنې جوړونې او همکارۍ ته زیان رسوي.»

یاد سازمان د پاکستان له حکومته غوښتي، چې کډوالو ته اجازه ورکړي؛ ترڅو د کډوالۍ د نړۍوال قانون سره سم او د بشري حقونو په رڼا کې د خپلو شتمنیو سره له دغه هېواده ووځي.

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان په خپله مقاله کې په نړۍوالې ټولنې، نا دولتي موسسو او طالبانو غږ کړی، چې د راستنېدونکو کډوالو سره د خوندي سرپناه، بنسټیزو توکو او د عاید تولید په فرصتونو کې مرستې چمتو کړي.

د پاکستان حکومت د افغان کډوالو په جبري توګه د ستنولو لپاره د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې وروستۍ نېټه ټاکلې وه او دغه لړۍ ورځ تر بلې د چټکېدو په حال کې ده.

د راپورونو له مخې، پاکستان هره ورځ په سلګونه او یا هم په زرګونه کډوال د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو څخه افغانستان ته ستنوي؛ هغه څه چې د یوې منظمې پروسې تمه کېده د ناکافي پلان له امله پر یوه بشري ناورین بدله شوې ده.

نور خبرونه

رادیو