د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د خپل سفر پر مهال د لوړې کچې دوه اړخیزو اړیکو په موخه امیرخان متقي ته بلنې ورکړې؛ څو اسلام اباد ته سفر وکړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد په یوه ویډیوي پېغام کې ویلي، چې د سیاسي اړیکو د پراختیا په موخه متقي ته د دغه سفر بلنه ورکړل شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم کابل ته د اسحاق ډار د سفر پر مهال په یوه ګډه خبري غونډه کې د دواړه هېوادونو د ډېپلوماټیکو اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.
متقي ویلي، له پاکستاني پلاوي سره یې د سیاسي همکارۍ زیاتوالي تر څنګ د چارو د سمون په موخه پر مثبتو هڅو هم خبرې کړې دي.
اسحاق ډار د پاکستان د څارګرې شبکې (ای اېس ای) د پخواني مشر فیض حمید وروسته درېیم لوړپوړی چارواکی دی، چې د طالبانو په بیا ځل واکمنۍ کې پاکستان ته سفر کوي.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د کابل او اسلام اباد د کړکېچنو اړیکو په لړ کې د اسحاق ډار د سفر پر مهال دواړو لوریو ژمنې کړې، چې ترهګرو ډلو ته به اجازه نه ورکوي؛ څو د دوی خاورې د یو بل پر ضد وکاروي.
راپورونو کې ویل شوي، چې اسحاق ډار د «ټيټيپي» او نورو ترهګرو ډلو اړوند د اسلام اباد اندېښنې هم له طالبانو سره شریکې کړې دي او یادې ډلې ورسره ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به یې پر ضد نه کارول کېږي.
د پاکستان او طالبانو ترمنځ اړیکې تر څه مودې ترینګلې وې؛ خو اوس یو وار بیا دغه اړیکې فعالې شوې او دواړه لوري له یو بل سره د ښو اړیکو په لرلو ټینګار کوي.
د دغو دواړو لوریو ترمنځ پخوا هم د ښو اړیکو پر سر ژمنې شوې دي؛ خو له دې سره، سره بیا هم د ډیورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو له لوري د بېلابېلو مسلو له کبله ان وسلهوالې نښتې هم شوې دي.