د دوبۍ چاکلیټ نړۍوال شهرت؛ نړۍوال بازار د پستې له کمښت او لوړې بیې سره مخ شوی

۲ ورځې مخکې

پسته‌لرونکي قیمتي چاکلیټ چې په ټولنیزو رسنیو کې د «دوبۍ چاکلیټ» په نوم پېژندل کېږي، د خپل زیات شهرت له امله د دې لامل شوی چې پسته په نړۍوال بازار کې کمه شي او بیه یې هم په بې‌سارې توګه لوړه شي.

د «سي ‌جي هکینګ» سوداګریزې کمپنۍ په وینا، د پستې مغز د یو پونډ بیه د یوه کال په اوږدو کې له ۷.۶۵ ډالرو څخه ۱۰.۳۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د دې چاکلیټ بې‌سارې غوښتنه د دې لامل شوې، چې د پستې نړۍوال اکمالات کم شي.

پسته تر ډېره په امریکا او ایران کې کرل کېږي.

له دې وړاندې هم په امریکا کې د پستې د حاصلاتو د کمښت له امله، چې تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی، عرضه کمه شوې وه.

په ایران کې هم د پستې صادراتو کې زیاتوالی راغلی، په ځانګړې توګه متحده عربي اماراتو ته چې د «دوبۍ چاکلیټ» له مهمو توزیع‌کوونکو مرکزونو ګڼل کېږي.

د رسمي شمېرو له مخې، ایراني تولیدوونکو د ۲۰۲۵کال د مارچ تر پایه پورې اماراتو ته ۴۰سلنه زیاته پسته صادر کړې، چې دا له ټول تېرکال څخه ډېره ده.

دا چاکلیټ له هغې وروسته مشهوره شو، چې د ۲۰۲۳کال په پای کې یوې ویډیو کې د دې چاکلیټ ستاینه وشوه او تر اوسه له ۱۲۰ مېلیونو زیات لیدونکي لري، چې ورسره ورته نورو ویډیوګانو هم بازار موندلی دی.

نور خبرونه

رادیو