ایا د مېرمنې او مېړه ترمنځ د عمر توپیر د واده خوښي تضمینوي؟

۲۳ ساعتونه مخکې

ډېرو خلکو سره دا پوښتنه ده چې د مېړه او مېرمن ترمنځ د عمر تفاوت باید څومره وي، مېړه باید ډېر عمر ولري او که مېرمن؟ یا دواړه د عمر له اړخه یوشان وي چې چې مشترک ژوند سره پېل کړي. ممکن دا پوښتنې ستاسو په ذهن کې هم ګرځي.

په هر صورت، هېڅ تضمین نشته چې د مېړه او مېرمنې ترمنځ د عمر توپیر به د واده یا اړیکې د خوشحالۍ لامل شي.

په دې برخه کې بېلابېل شیان لکه عاید، شخصي عادتونه، باورونه او د ژوند موخې مهمې ثابتې شوي دي.

ډېری وختونه، د زیات عمر توپیر سره-سره، اړیکه بریالۍ کیږي، په داسې حال کې چې ډېری وختونه حتا د لږ عمر توپیر نشي کولی د واده اړیکه له ماتیدو څخه وژغوري.

ایا پوهېږئ چې ساینس ددې په اړه څه وایي؟

د متحده ایالاتو د ایموري پوهنتون یوې څېړنې موندلې چې د جوړو ترمنځ د عمر ډېر توپیر، د جلا کیدو احتمال ډېروي.

د دې څېړنې له مخې، د جوړو ترمنځ د عمر له یو څخه تر درېیو کلونو توپیر کولی شي د اړیکو په بریالیتوب کې مهم وي.

په اسټرالیا کې د ۲۰۱۷ کال یوې څېړنې موندلې چې د واده له لومړیو ۶ څخه تر ۱۰ کلونو وروسته د هغو کسانو جوړې په چټکۍ سره خرابېږي چې تر منځ یې د عمر زیات توپیر وي.

په ورته ډول، هغه جوړې چې عمر یې له یو څخه تر درېیو کلونو پورې توپیر لري له ۶ څخه تر ۱۰ کلونو وروسته د خپلو اړیکو څخه ډېر خوښ دي.

هغه جوړه چې د ۴ څخه تر ۶ کلونو پورې د عمر توپیر لري یو څه خرابې اړیکې لري، په داسې حال کې چې د ۷ یا ډېرو کلونو توپیر په اړیکو کې لږ خوښي تجربه کوي.

په سویلي کوریا کې د ۲۰۱۵ کال یوې څېړنې وموندله چې د عمر توپیر د خپګان پر کچې اغیزه لري.

څېړنې موندلې چې د ورته عمر لرونکي جوړه د خپګان ترټولو ټیټه کچه لري، برعکس هغه جوړې چې د ۳ کلونو توپير ترمنځ ولري د خپګان کچه یې لوړه وي.

يعنې څېړنيزو راپورونو کې ويل شوي چې د مېړه او مېرمنې په عمر کې له يو څخه تر درېيو کلونو توپير غوره ګڼل کېدای شي، خو ځينو څېړونکو څرګنده کړې چې د عمر له لسو کلونو کم توپير هم اړيکې ډېرې بريالۍ کولی شي.

باید یادونه وشي چې دا ټولې پایلې د احصایو په نظر کې نیولو سره ترتیب شوي او په لویه کچه په دې برخه کې ډېرې څېړنې نه دي شوي.

د عمر تر څنګ څو نور عوامل لکه د مېړه او مېرمنې زده کړه، مالي امنیت، اولادونه، د کورنۍ له نورو غړو سره اړیکې، لوړ احساساتي هوښیارتیا او د مېرمنې پر تېروتنو سترګې پټول د اړیکو په بریالیتوب کې مهم دي.

نور خبرونه

رادیو