د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ اسلام اباد ته تللي پلاوي د افغان کډوالو د شتمنیو، کاروبارونو، پانګو او ملکیتونو د خوندیتوب په موخه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې دي.
د طالبانو د یاد وزارت له لوري د (وري ۲۹مه) د جمعې په ورځ په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اسلام اباد ته د دوی تللي پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو له مرستیال وزیر محمد خرم اغا سره په یادو مسایلو خبرې کړي دي.
نورالدین عزیزي په دغه ناسته کې له پاکستان نه همدا راز غوښتي، چې په زور د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر دې ودروي.
هغه غوښتنه کړې، چې په داوطلبانه توګه د کډوالو ستنیدو لپاره باید د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په ګډون یوه درې اړخیزه کمېټه جوړه شي، څو د ستنیدو بهیر مدیریت کړي.
عزیزي ویلي، چې دغه کمېټه به همدا راز پر یو داسې میکانیزم کار وکړي، څو له مخې یې د ستنیدونکو کسانو د توکو لېږد، د شويو پانګونو خوندیتوب او حقوقي مسایلو ته رسېدنه وکړي.
پاکستاني لوري په دغه ناسته کې طالبانو ته یادونه کړې، چې د قانوني اسنادو یا د کډوالۍ کارت لرونکو افغان کډوالو ته یې د ستنیدو لپاره وخت ورکړی او افغانانو په ګډون به د ټولو بې اسناده بهرنیانو د ایستل کیدو بهیر به همداسې روان وي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو په یاده ناسته کې طالبانو ته زیاته کړې، چې له دې هېواده ایستل کیدونکي افغانان نه زنداني کېږي او یوازې د ایستل کیدو په موخه د حاجیانو کمپونو ته وړل کېږي، او له یو لړ اداري بهیر څخه تر تېرېدو وروسته یې باسي.
طالبان داسې مهال له پاکستان نه د افغان کډوالو د ایستل کیدو په تړاو له اسلام اباد سره خپلې اندېښنې شریکوي، چې ویل کېږي دغه ډله د سخت ناورین او اقتصادي ستونزو له کبله دا توان نه لري څو په کور دننه د ستنیدونکو افغانانو لپاره د سرپناوو، روزګار او ژوند نورې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
پاکستان د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د (اې سي سي) یا افغان وګړو د تابعیت کارت لرونکو او بې اسنده افغانانو د ایستل کیدو بهیر پیل کړی دی.
د پاکستاني چارواکو په وینا، له یادې نېټې راهیسې ۸۰ زره کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. هم مهاله د پښتونخوا ایالتي حکومت خبر ورکړی، چې د دغو شمېرو له مخې یوازې د تورخم له لارې پاکستان ۴۲ زره افغانان په روان بهیر کې په زور ایستلي دي.
د کډوالۍ یو شمېر نړۍوالو سازمانونو د پاکستان له لوري په جبري توګه د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر ظالمانه بللی او پر یاد هېواد یې غږ کړی، چې ژر تر ژره دې دا لړۍ ودروي، خو پاکستان دا ځل دغو غوښتنو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.