جیونيوز وايي، په یو کال کې د ټاکنو بیا کېدل، د حکومت تغير او د تېرو ټاکنو د درغليو پلټنه د پاکستان تحریک انصاف ګوند اصلي غوښتنې وې، خو اوس ترې تېر شوی.
د ګوند سرچينو ویلي،د پاکستان له پوځي ادراې سره مستقيمه مبارزه بې ګټې ده، ځکه د دغې ادارې پرېکړې په سیاست کې خاص رول لري.
د جیو نیوز د خبر له مخې، اوس دې ګوند زندان کې د خپل مشر عمران خان د سیاسي حیثیت ترلاسولو ته پاملرنه زياته کړې.
خو د پاکستان د سټبلېشمنټ او د تحریک انصاف ترمنځ د پردې تر شا خبرې بې پايلې دي او له زندانه د خان په خوشي کېدو کې هيڅ پرمختګ نه شي کيدلی.
د تحریک انصاف ګوند یو لوړپوړي غړي جیونيوز ته ویلي، چې اوس مهال واک ته د بیا ستنېدو پر ځای پر سیاسي تګ لاره فکر ټول کړی، ترڅو د ۲۰۲۸ کال ټاکنو ته يې ګوند بيا پر پښو درېدلی وي.
نوموړي زياته کړې: « ګوند اوس دا درک کړې، چې د هایبرډ نظام به روان وي، د دې نظام د له منځه وړلو یا کمزوري کولو لپاره د تحریک هڅې ناکامه شوې. ګوند د دې هر څه لپاره خوځښتونه، د محکمې له لارې فشار او پر نړيوالې ټولنې يې ږغ کړی خو بې پايله شوي.»
سرچينې زیاته کړې، چې د پاکستان قضايه ادارې خپله بې طرفي له لاسه ورکړې او په دې برخه کې نړیوال هم چوپ پاتي دي.
هغه ويلی، چې په ښارونو، ځوانانو او د هېواد په ډېرو برخو کې د تحریک انصاف ګوند شهرت لا هم لوړ پاته دی.
په تحریک انصاف ګوند کې اندېښنه دا ده، چې که د سټبلېشمنټ او تحریک ترمنځ جوړجاړی کيږي، ایا د پاکستان سټبلېشمنټ به پر عمران خان باور وکړي؟
په ورته وخت کې دا سي ویل کيږي، چې له خان پرته ګوند په سیاسي برخه کې مخ ته نشي تللی.
عمران خان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو د ګوند یو شمېر غړي بیا وايي: « د خپلو بندي مشرانو لپاره راحت غواړي، څو په بنسټیزه کچه بیا تنظیم او د راتلونکو عمومي ټاکنو لپاره چمتووالی پیل کړي.»
دا به وروسته معلومه شي، چې تحریک انصاف ګوند خپله تګلاره بدلوې او که د ټکر پر ځای د روغې جوړې لاره خپلوي.