د پاکستان پوځ وايي، نن یې د پښتونخوا صوبې په سوات ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال څلور وسله وال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړېکو ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د استخباراتي معلومات پر بنسټ یې د جمعې په ورخ د وسله والو پر پټنځی دا عملیات کړي ادي.
پوځ وايي، دې عملیات کې یې وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي او په سیمه کې لا هم د تصفیې عملیات دوام لري.
که څه هم د پاکستان پوځ د ترهګرۍ ضد عملیات پیل کړي، خو د پاکستان د سولي او مطالعاتو انسټییتوټ په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې په دې ورستیو کې په پاکستان کې په ځانګړې توګه په پښتونخوا او بلوچستان صوبو کې د وسله والو بریدونه د پام وړ ډیر شوي دي.