د امریکا اين پي ار رسنۍ راپور ورکړی، چې په افغانستان او پاکستان کې د پولیو وایرس د پراخوالي په حال کې دی.
په دغه راپور کې راغلي، چې روان زېږدیز کال په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه او پاکستان کې ۶ پېښې ثبت شوې دي.
د دغه راپور له مخې، یادې نوې پېښې د واکسین په روانو کمپاینونو کې د خنډونو له امله ډېرې شوې دي.
په داسې حال کې، چې ۲۰۲۴ کال په پاکستان کې د پولیو پېښو شمېر ۷۴ ته لوړ شوی و او په افغانستان کې بیا د پولیو ۲۴ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.
د امریکا د پرمختیایي ادارې د مرستو درېدل چې د پولیو واکسین ملاتړ هم کوي؛ دغه اندېښنې راپورته کوي، چې ښایي نور هېوادونه به هم د پولیو له امله اغېزمن شي.
د روغتیا نړۍوال چارواکي اندېښنه لري، چې ښایي د امریکا د پرمختیایي ادارې د مرستو درېدو سره دغه شمېرې لا پسې زیاتې شي.
د روغتیا نړۍوال سازمان سر مشر ټېډروس اډهانوم ویلي: «د امریکا د تمویل ناڅاپي کمښت د پولیو د له منځه وړلو هڅې هم اغېزمنوي.»
علي چې بلوچستان کې ژوند کوي، تېر کال د اپرېل په وروستیو کې د پولیو واکسیناتوران یې کور ته ورغلي و؛ خو هغه تبه لرله.
د هغه مور او پلار اندېښمن و، چې واکسین به د هغه ناروغي نوره هم زیانه کړي؛ نو دوی د هغه د واکسین کولو مخ ونیوله.
دوی د پولیو له واکسیناتورانو وغوښتل، چې د هغه ګوته په شین رنګ په نښه کړي؛ ترڅو داسې ښکاره شي، چې هغه واکسین شوی دی.
علي له څو اونیو راهیسې تبه لرله او په جون میاشت کې یې په پلي تلو کې ستونزه پیل شوه.
د هغه مور او پلار هغه د درملنې لپاره یو شخصي کلینیک ته ورساوه؛ خو وروسته یې د ګوزڼ ناروغۍ ازموینه مثبت راغله.
له هغه وخت راهیسې، علي یو څه روغ شوی؛ خو لاهم په یوه پښه کې ستونزه لري.
د روغتیایي چارواکو په وینا، شاوخوا ۲۰۰۰ نور ماشومان د پولیو د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي، کوم چې د انسانانو د فاضله موادو سره د تماس له لارې خپرېدای شي.
په نړۍواله کچه د پولیو له منځه وړلو خپلواکې څارنې ادارې د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، تېر کال له څلورو مېلیونو څخه ډېر پاکستاني ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې شول.
له بل پلوه څو میاشتې وړاندې د محمد په نوم یو ۳۵ کلن افغان سوداګر ولیدل، چې د هغه د کشر زوی لاس خورا نری ښکاري او په غیر طبیعي توګه کوږ شوی و.
هغه وایي: «له ازموینې وروسته موږ ته وویل شول، چې هغه د پولیو په وایرس اخته شوی دی.»
هغه این پي ار رسنۍ ته وویل: «موږ د هغه یو واکسین له لاسه ورکړ او اوس د هغه د لاس یوه برخه فلج شوې ده.»
محمد کور په کور د واکسین کمپاینونو د ځنډ پرېکړه د خپل زوی د وضعیت لامل وباله.
د ۲۰۲۴ کال په اګست میاشت کې طالبانو په ټول افغانستان کې د کور په کور د واکسین کمپاینونو د لنډمهاله ځنډولو اعلان وکړ.
محمد وایي، طالبانو روغتیايي کارکوونکي ټولنو ته له تګ څخه منعه کړي او پرځای یې واکسینونه سیمهییزو جوماتونو ته لېږدول شوي دي.
محمد چې څلور نور ماشومان هم لري او ټول واکسین شوي وايي، چې د کمپاین ځنډول د طالبانو د بندیزونو سره یوځای د هغه د کورنۍ لپاره د ماشومانو واکسین کول ستونزمن کړي دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه هېوادونه دي، چې د پولیو وایرس په له منځه وړلو کې پاتې راغلي دي.
له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو سره د جګړې پرمهال طالبانو په هغو سیمو کې د واکسین کمپاینونو ته اجازه نه ورکوله، چې د دوی په واک کې وې؛ خو د دغې ډلې تر واکمنېدو وروسته هیلې دا وې، چې په ټولو ولایتونو کې به د پولیو کمپاین په ښه توګه ترسره شي؛ خو برعکس طالبانو په ټول هېواد کې خپل بندیز وغځاوه.