له فشارونو سره سره، افغان کډوال په پښتونخوا کې د ایستل کېدو له ګواښه خوندي دي

۸ ساعتونه مخکې

د الجزيرې ټلوېزیوني شبکې د يو تازه راپور له مخې، سره له دې چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ايستلو لپاره سخت اقدامات پيل کړي، خو د پښتونخوا ایالت په بیلابیلو سیمو کې زرګونه افغان کډوال بیا د ایستل کېدو له ګواښه خوندي دي.

د دغه راپور له مخې، د ټولنيزو اړيکو ژورې ريښې، د ځايي خلکو ملاتړ او د قوانينو کمزوری پلي کېدل، د دې لامل شوي، چې افغانان په پراخه کچه له یاد ایالت څخه ونه ایستل شي.

اکبر خان، چې له نږدې ۵۰ کلونو راهيسې په پېښور کې ژوند کوي وايي، چې د هغه کاروبار ښه روان دی.

د هغه په رسټورانت کې سیخ کباب پخېږي، مېلمنو ته وریجې او سلاد هم ورکوي. د هغه په خبره: «ما دلته واده کړی، زما اولادونه هم دلته واده شوي او لس تنه د کورنۍ غړي مې هم دلته خاورو ته سپارل شوي دي. موږ هېڅ نيت نه لرو چې دا ځای پرېږدو».

اکبر خان له هغو درې ميليونه افغان کډوالو څخه يو دی، چې د پاکستان حکومت غواړي سږ کال يې له هېواده وباسي.

د راپور له مخې، لږ تر لږه درېيمه برخه دغه کډوال د پښتونخوا په ایالت کې مېشت دي. له ډېرو سره یې د ملګرو ملتونو اړوند او د افغان وګړي تابعیت کارتونه شته، خو د هغو افغانانو شمېر نه دی معلوم چې هېڅ ډول قانوني اسناد نه لري.‌

د الجزیرې شبکه وایي، د پښتونخوا ایالتي حکومت هم د افغانانو په ایستلو کې چندان لېوالتیا نه لري.

عبدالله خان چې د پاکستان د امنيت او شخړو د مطالعې يو بنسټ مشر دی وویل: «دا ممکنه نه ده چې افغانان له پښتونخوا څخه ټول وايستل شي، ځکه هغوی بېرته له ناقانونه لارو او يا د قانوني تشو له لارې پاکستان ته راځي، ان که پر پوله اغزن تار هم وي».

هغه زیاته کړې، چې پر ډیورنډ کرښه داسې کلي هم شته چې دواړه لوریو ته پرې خلک په ازاد ډول تګ راتګ کوي.

د افغانانو او پښتونخوا د خلکو ترمنځ ژبنی، قومي او کلتوري نږدېوالی د دې لامل شوی، چې دا سيمه د افغان کډوالو لپاره يو طبيعي پناه‌ ځای وي.

دغه ایالت له ۱۹۸۰ مو کلونو راهيسې د افغان کډوالو کوربه دی او ډېری کډوال اوس د سيمې له خلکو سره ګډ ژوند لري، ان ډېرو یې له ځایي خلکو سره خپلوۍ کړې دي.

عبدالله خان وايي، که څه هم د پښتونخوا حکومت له مرکزي حکومت سره همکاري کوي، خو تګلارې ډېرې ورو پلي کېږي. دی زیاتوي: «د سيمه‌ييز حکومت ډېری چارواکي له افغانانو سره خواخوږي لري، ځکه د دوی کلتورونه يو دي. عمران خان هم د وزيراعظمۍ پر مهال تل د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زياتي مخالف و».

د الجزیرې د راپور پر بنسټ په پښتونخواه کې تاوتریخوالی او روانې نا امنۍ هم د دې لامل شوې، چې د افغانانو د ایستل کیدو اړوند قانوني اقداماتو په مخ کې خنډ وګرځي.

دغه ټلوېزیوني شبکه همداراز ليکي، چې د بشري حقونو ادارې، مرستندويه سازمانونه او د طالبانو حکومت هم پر پاکستان فشار راوړی، تر څو خپل چلند بدل کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې (IOM) له راپور سره سم، له اپرېل مياشتې راهيسې شاوخوا ۶۰ زره کسان د تورخم او سپين‌ بولدک له لارو بېرته افغانستان ته تللي.

له دغو ډېری یې له پنجاب ایالت څخه ایستل شوي او به یاد ایالت کې نږدې ۲۰۰زره افغان کډوال مېشت دي.

نور خبرونه

رادیو