محمد صادق د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته تللی دی

۳ ساعتونه مخکې

د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق دفتر له‌خوا رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویل شوي، چې د نوموړي په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی د یو ورځني سفر لپاره کابل ته تللی دی.

په دغه لنډ پیغام کې راغلي، چې دغه پلاوی به د پاکستان او افغانستان د ګډې همغږۍ کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.
ویل کېږي، چې محمدصادق به د دغه یو ورځني سفر په لړ کې له طالب چارواکو سره تر ډېره په دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وکړي.

طالبانو لا د دغه سفر په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق (د وري په لومړۍ نېټه) هم کابل ته سفر کړی و. نوموړي د هغه سفر پرمهال هم د ځینو طالب چارواکو سر لیدلي و.
هغه مهال ځینو پاکستاني رسنیو راپورونه ورکړي و، چې نوموړی د هغه سفر پرمهال طالب چارواکو سره د افغانستان په خاوره کې د وسله‌والو ډلو د حضور او فعالیتونو په اړه اسناد شریکوي.
د ښاغلی صادق خان داسې مهال کابل ته تللی، چې پاکستان تازه د افغان کډوالو د جبري ستنېدو دویم پړاو پیل کړی.
د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو بهیر د طالبانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو