مولانا فضل الرحمن: له افغانستان نه د نارضایتۍ زور له افغان کډوالو اېستل کیږي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وايي، چې له افغانستان نه د پاکستان د نارضایتۍ لامل بل څه دی، خو زور یې له افغان کډوالو اېستل کیږي. فضل الرحمن وايي، چې د افغان کډوالو جبري اېستل یوډول احساساتي پرېکړه ده.

مولانا فضل الرحمن د سې شنبې په ورځ په پېښور کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پرمهال د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان سختې پالیسۍ ته اشاره وکړه او د هغوی د جبري بیرته ستنولو پالیسي یې احساساتي او بې ګټې وبلله.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر وویل، چې له ۴۰ کلنې مېلمه پالنې وروسته د هغوی وهل او ډبول او د څارویو په څېر په موټرو کې اچول د مېلمه پالنې د اصولو او بشري حقونو خلاف دي. هغه زیاته کړه، « «کډوال یو اړخیزه مساله نه ده، دا د افغانستان او پاکستان ګډه مساله ده، موږ په خوښي منلي وو، د پښتنو په ټولنه کې مېلمه پالنه د پښتنو د دودونو یوه روښانه برخه ده، اوس یې چې له ۴۰ کلونو وروسته شړې، نو دا د مېلمه پالنې خلاف دي».

هغه په دې برخه کې د ګډه میکانیزم جوړ ولو وړاندیز وکړ.

فضل رحمان وویل، « هغه افغانان چې دلته له ۳۵ کلونو راهیسې سوداګري کوي، که دا کاروبار له بانکونو واېستل شي، پاکستان به له اقتصادي زیان سره مخ شي».

فضل الرحمان چې د پاکستان مذهبي او سیاسي مشر دی، دغه راز وویل چې د هغه ګوند به د ایالتونو د واکونو په تړاو هیڅ ډول جوړجاړی ونه مني.

هغه پر مرکزي حکومت تور ولګاوه چې د ایالتونو د کاني سرچینو په کنټرول کې دخالت کوي او دا نه یوازې د مرکز د استفادې لپاره بلکې د نړیوالو قدرتونو د ګټو لپاره دی.

مولانا فضل الرحمان د خیبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل چې سیاسي فعالان او مذهبي عالمان د زیاتېدونکو بریدونو هدف ګرځېدلي دي.

 نوموړي زیاته کړه، « ډېرې سیمې داسې دي چې حکومت پکې واک نه لري».

نور خبرونه

رادیو