حمدالله فطرت، شهباز شریف ته: افغانستان د پاکستان د امنیتي ستونزو مسوول نه دی

AP ۱۴۰۴ وری ۲۶

د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت د پاکستان د لومړي وزیر شهبازشریف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان د پاکستان د امنیتي ستونزو مسوول نه دی.

تر دې وړاندې شبهباز شریف ویلي و، چې له افغانستان څخه ځینې وسله والې ډلې پاکستان نا امنه کوي.

تردې وړاندې وړمه ورځ شهباز شریف په لندن کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال ویلي و، چې افغانستان ته یې «مخلصانه مشوره» دا ده، چې ژر تر ژره دې جنګیالۍ ډلې کنټرول کړي او خپله خاوره دې د بل چا په خلاف د کارونې لپاره د وسله‌والو په واک کې نه ورکوي.
نوموړي ادعا کړې وه، چې تحریک طالبان پاکستان، داعش خراسان او نورې ترهګرې ډلې له افغانستان نه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
خو د طالبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت بیا د نوموړي دغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی.
د طالبانو ترکنټرول لاندې باختر اژانس د ښاغلي فطرت له حوالې لیکلي، چې د پاکستان امنیتي مسایل د اسلام اباد کورنۍ ستونزې دي او باید د پړې ګوته افغانستان ته ونه نیول شي.
د دغې ډلې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري هم تازه د کوم چا نوم د نه اخیستلو پرته ویلي، چې دغه ډله د افغانستان په ټوله خاوره بشپړ حاکمیت لري او د هېواد یوه ډبره هم د بل چا په واک کې نه‌ده.
پاکستان په وار، وار له طالبانو سره ورته اندېښه شریکه کړې او ادعا کوي، چې په دې اړه بشپړ اسناد هم په لاس کې لري.
خو طالبانو بیا هر وار د پاکستان دعه ډول ادعاوې رد کړې دي.
له بل پلوه پاکستان له طالبانو سره په لوړه کچه د خبرو له پیلولو خبر ورکړی.
د پاکستان د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې مشر عرفان صدیقي ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې په تدریج سره بېرته ښې کېږي.

نور خبرونه

رادیو