یو پاکستاني الاصله امریکایي د عمران خان، پوځ او حکومت ترمنځ د روغې جوړې هلې ځلې کوي

۴ ورځې مخکې

پاکستانۍ رسنۍ وایي، د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی؛ د تېر کال په نومبر میاشت کې له یوه پاکستاني توکمي امریکایي سره لیدلي او هغه اوس د پوځ په ګډون د شهباز شریف حکومت سره د روغې جوړې پر خبرو اترو بوخت دی.

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې دغه کس د تحریک انصاف ګوند او حکومت ترمنځ د اړیکو په ښه‌والي کې ځانګړی رول پرمخ وړي.

د پاکستانۍ ده نیوز ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه خبرې د دې لپاره شوې چې د تحریک انصاف او واکمنو ادارو ترمنځ روان کړکېچ پای ته ورسېږي او د عمران خان خوشې کېدو ته هم زمینه برابره شي.

راپور کې راغلي، چې د مارچ میاشتې په درېیمه اوونۍ کې له عمران خان سره د یو شمېر پاکستاني توکمه امریکایانو یوې ډلې څو ځله د راولپنډۍ په اډیاله زندانه کې لیدلي دي.

ویل کېږي، دغه لیدنې له هغو کسانو سره شوې چې اوس د مذاکراتو په بهیر کې مهمه ونډه لري.

په دغو هڅو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له عمران خان سره شخصي دوستانه اړیکې لري او د اوږدې مودې راهیسې یې مالي ملاتړ کوي.

په دې کسانو کې په امریکا کې د خوړو او جایدادونو مشهور کاروباري تنویر احمد، په امریکا کې د تحریک انصاف ګوند مېشت مخکښ غړی عاطف خان، سردار عبدالسمېع، ډاکټر عثمان ملک، ډاکټره سایره بلال او ډاکټر محمد منیر شامل دي.

پاکستانۍ رسنۍ زیاتوي، د نومبر میاشتې په دغه لیدنه کې عمران خان دا درک کړه چې له حکومت او پوځي ادارو سره روغې جوړې ته اړتیا شته.

هغه چمتووالی هم ښودلی، چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

ویل کېږي عمران خان د سیاسي فشار راوستو لپاره هڅه کړې وه، چې په اسلام اباد کې به پراخ لاریونونه د ده خوشې کېدو ته زمینه برابره کړي. 

د خېبر پښتونخوا درې مهمو چارواکو هم عمران خان ته دا باور ورکړی و، چې تحریک انصاف به په اسلام اباد کې د لاریون په ترسره کولو سره د هغه خوشې کېدل حتمي کړي؛ خو داسې ونشول.

ویل کېږي، چې عمران پر دغو ژمنو د خپل باور له مخې هغه مهال له پاکستاني توکمه امریکایانو سره خپلې خبرې هم ځنډولې وې.

نور خبرونه

رادیو