پاکستانی پوځ: یوشمېر افغان کډوال او هندي پوځیان په پاکستان کې ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي

۳ ساعتونه مخکې

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري وايي، داسې کره شواهد یې ترلاسه کړي چې بې‌اسناده افغان کډوال او هندي پوځي افسران د پاکستان دننه په خونړیو بریدونو کې ښکېل دي.

نوموړي له یوې جرمن رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، که څه هم پاکستان په وار، وار د افغان کډوالو د وتلو نېټه وغځوله؛ خو کره اسناد په لاس کې لري، چې ګن افغانان په ترهګریزو او ورانکاره کړونو کې لاس لري. هغه همدا راز ویلي، افغان کډوالو ته د پناه ورکولو اصلي لاملونه په افغانستان کې کورنۍ جګړې او د بهرنیانو لاسوهنې وې چې اوس دغه ستونزې نه‌شته.

نوموړي ادعا کړې، چې هند په پاکستان کې د بریدونو د تنظیم په برخه کې په منظمه توګه فعالیت کوي او هندي پوځي افسران په خونړیو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي.

احمد شریف چودري که څه هم د خپلې ادعا د ثبوت په برخه کې څه نه‌دي ویلي؛ خو دا یې ویلي چې پاکستان په وار، وار په ترهګریزو بریدونو کې د هند د ښکېلتیا په اړه کره شواهد له نړۍوالو سره شریک کړي دي.

نوموړي د مرکې په یوې برخه کې ویلي، چې یوازې د پاکستان حکومت د «جهاد» اعلان واک او اختیار لري او په دې برخه کې ډلې بې‌واکه دي.

دغه پاکستاني جنرال همدا راز ویلي، له افغانستان نه د امریکایانو تر وتلو وروسته په پاکستان کې په ترهګریزو بریدونو کې له امریکايي وسلو ګټه اخېستل کېږي چې په خپله امریکا هم په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

دا لومړی ځل نه‌دی، چې پاکستاني چارواکي په ترهګریزو بریدنو کې د افغانانو او هند د ښکېلتیا خبره کوي؛ تر دې وړاندې هم ورته ادعاوې شوې دي، چې د کابل او نوي ډیلي له لوري په کلکه رد شوې دي.

نور خبرونه

رادیو