جیو نیوز: پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برید تنظیموونکی په افغانستان کې وژل شوی دی

۳ ساعتونه مخکې

پاکستانۍ رسنۍ جیونیوز د امنیتي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په بلوچستان کې پر جعفر اېکسپریس اورګاډي د برېد تنظیمونکی په افغانستان کې وژل شوی دی. جیو نیوز ویلي چې وژل شوی کس ګل الرحمن نومېده، خو د وژل کېدو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

یادي رسنۍ د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، چې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکي پوځ یو لوړ پوړۍ قوماندان ګل الرحمن چې د استاد مرید په نوم مشهوره و درې ورځې وړاندې په هلمند ولایت کې وژل شوی دی.

دغو سرچینو په هلمند ولایت کې د ګل الرحمن د وژل کېدو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

د پاکستان امنیتي سرچینو ویلي، چې ګل الرحمن پر جعفر اېکسپرېس اورګاډي برېد ترڅنګ د ملکي وګړو، امنیتي سرتېرو، چینايي وګړو او نورو بنسټونو پر وړاندې برېدونو کې هم لاس درلود. سرچینو نوموړی د سي پیک پروژې پر چارو د بریدونو پر تنظیمولو هم تورن کړی.

پر جعفر اېکسپریس اورګادي د مارچ میاشت په لومړیو کې برید وشو د یاد برید پړه بلوڅ ازادۍ غوښتونکو پر غاړه اخېستې و او د لسګونو پاکستاني نظامیانو د وژلو ادعا یې کړې وه، خو د پاکستان حکومت ویلي وو، چې په یاده پېښه کې د څلورو امنیتي سرتېرو په ګډون ۲۶ مساپر وژل شوي وو.

د پاکستان امنیتي سرچینو په هلمند کې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو د یو لوړپوړي قوماندان د وژل کېدو ادعا داسې مهال کړې چې تر دې وړاندې هم د پاکستان لوړپوړو چارواکو پر طالبانو تور لګولی، چې په افغانستان کې یې د پاکستان پر ضد وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي، خو طالبانو تل دغه ډول ادعاوې رد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو