د اسلام‌اباد او ریاض ترمنځ دفاعي تړون؛ د پاکستان د اټومي وسلو په اړه ضد او نقیض ګنګوسې

۴ ساعتونه مخکې

ډان ورځپاڼې لیکلي چې د ریاض او اسلام‌اباد ترمنځ د نوي دفاعي تړون په اړه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وروستیو ضد او نقیض څرګندونو د پاکستان د اټومي وسلو په اړه ډول ډول ګنګوسې خپرې کړې دي.

نوموړې ورځپاڼې زیاته کړې: «ښاغلي اصف په یوه ټلوېزیوني مرکه کې اشاره وکړه چې کېدای شي د پاکستان ځواک عربستان ته ورکړل شي، خو وروسته یې رویټرز خبري اژانس ته وویل چې اټومي وسلې د دې تړون برخه نه ده.»

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه سپينه خبره نه‌ده کړې، یوازې د هغه ویاند شفقت علي خان ویلي چې د پاکستان دفاعي تګلاره د ودې په حال کې ده.

په ریاض کې د لاسلیک شوي تړون نوم «دوه‌اړخیز ستراتیژیک دفاعي تړون» دی چې موخه یې د څو لسیزو پوځي همکارۍ پیاوړتیا او ګډه دفاعي همکاري ده. چارواکي ټینګار کوي چې دا تړون یوازې دفاعي بڼه لري او کوم درېیم هېواد ته ګواښ نه دی.

دا اوازې تر هغه وروسته زیاتې شوې چې یوه سعودي چارواکي ویلي چې ریاض به د دې تړون له مخې اټومي وسلې ترلاسه کړي، حال دا چې پاکستان تل ویلي چې د دوی د اټومي پروګرام موخه یوازې هند ته ځواب ورکول دي.

نور خبرونه

رادیو