واشنګټن پوسټ: پاکستاني اورپکې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوې وسلې کاروي

۴ ورځې مخکې

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې موندنې ښیي، چې په افغانستان کې د پاتې شویو ۶۳ مېلیونه ډالرو په ارزښت پرمختللو امریکایي وسلو څخه یې ځینې د پاکستاني اورپکو لاس ته لوېدلې دي چې په دغه هېواد کې په «خونړیو ترهګریزو» بریدونو کې ترې کار اخیستل کېږي.

دغه امریکایي وسلې چې په کې د جبهه‌ییزې جګړې ټوپکونه، ماشینګڼې او د شپني دوربینونه شامل دي؛ د وسلو په تور بازار کې پلورل کېږي او د پاکستاني طالبانو تحریک «ټي‌ټي‌پي»، بلوڅ بېلتون غوښتونکو غورځنګ او نورو وسله‌والو ډلو له‌خوا په جګړه کې کارول کېږي.

په پاکستان کې د وسلو یوه پلورونکي راز محمد واشنګټن پوسټ ته ویلي:« له هغې وروسته چې طالبانو په افغانستان کې واک ترلاسه کړ، دغه دوربینونه د کباړ اوسپنو په نرخ پلورل کېږي. د دغې وسیلې اصلي نرخ ۲۰۰۰ ډالر دی؛ خو اوس له ۳۰۰ امریکایي ډالرو په کمه بیه پلورل کېږي.»

د مې په میاشت کې پاکستاني چارواکو د واشنګټن پوسټ خبریالانو ته اجازه ورکړه، چې لسګونه ترلاسه شوې وسلې له نږدې وګوري.

د امریکا پوځ او پنټاګون تر څو میاشتو څېړنو وروسته ومنله، چې له دغو وسلو ۶۳ یې پخوانیو افغان ځواکونو ته سپارل شوي وې. ډېری دغه وسلې M16 ټوپکونه او یو څو نور عصري M4 ماډلونه وو.

په پاکستان کې وسله‌والې اورپکې ډلې، په شمال کې د «ټي‌ټي‌پي» ډله او په سوېل لوېدیځ کې د بلوڅ بېلتون پاله غورځنګ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو څخه پاتې شویو وسلو تغذیه کېږي.

(د مارچ په ۱۱مه) د جعفر اېکسپرېس په اورګاډي د بلوڅ وسله‌والو له‌خوا له برید وروسته چې لږ تر لږه ۹۰ کسان ووژل شول.

پاکستاني چارواکو په دغه برید کې د کارول شویو درېیو امریکایی ټوپکونو سېریل نمبرونه چمتو کړل. له دې ډلې دوه یې په افغانستان کې د امریکا له پاتې وسلو څخه وو.

د پاکستان د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری احمد حسین چې یو وخت د شپې له‌خوا د اورپکو په؛ خو موږ یې نشو لیدلی.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په میاشت کې په یوه اعلامیه کې لیکلي وو:« د پرمختللو امریکايي وسلو شته‌والی د پاکستان د امنیت لپاره یوه جدي اندېښنه ده.»

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر دې مخکې طالبانو ته ګواښ کړی و؛ که امریکايي پوځي تجهیزات بېرته ورنه کړي، نو له افغانستان سره به دایمي مرستې بندې کړي.

هغه ویلي و:« موږ په مېلیاردونو، مېلیاردونو ډالر تجهیزات شاته پرېښودل.»

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي:« دغه وسلې اوس افغانستان پورې اړه لري. هیڅوک نشي کولای، چې دا له موږ څخه واخلي.»

په اسلام اباد کې د ټرمپ څرګندونو دا هیلې زیاتې کړې، چې امریکا به د خپلو وسلو د بېرته ستنولو لپاره اقدام وکړي؛ خو ډېری کارپوهان په دې باور دي، چې د وسلو د قاچاق مخنیوي لپاره اوس ډېر ناوخته شوی دی.

نور خبرونه

رادیو