د عوامی نشنل ګوند د مشر ایمل ولي خان په مشرۍ دغه ګوند نن د پښتونخوا د کانونو د نوي وړاندیزي قانون په هکله غونډه جوړه کړه.
دا قانون د پاکستان تحریک انصاف ګوند وړاندې کړی، خو پر پښتون ژغورنې غورځنګ سربېره عوامي نشنل ګوند، جماعت اسلامي او نورو ګوندونه یې د صوبې په تاوان بولي.
د عوامي نشنل ګوند خصوصي کمېټه نن پېښور کې د اړوند قانون پر مختلفو اړخونو او صوبې ته د هغه پر تاوان سره جرګه شوې ده.
په دې غونډه کې د ګوند مهم مشران، لکه لوی منشي ډاکټر محمد سلیم خان، حاجي غلام احمد بلور، پخوانی صوبايي سروزیر امیر حیدر خان هوتي، مرستیال مشر ډاکټر نور جان، حسین بابک، خامد حسین مشهور دیني عالم مولانا خانزېب او نور ګډون لري.
د عوامي نشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین تر دې مخکې له دې قانون سره مخالفت کړی او د پښتونخوا د کانونو او طبیعي زیرمو پر سرچینو او حاکمیت یې برید بولي.
نوموړی وايي، د پښتونخوا کاني سرچیني یوازې د دغې صوبي د خلکو ملکیت دی او پکې هیڅ ډول لاسوهنه او مداخله ورته د زغملو نه دي.
افتخار حسین وايي، د پښتونخوا د کانونو په اړه نوی قانون نه یوازې د پاکستان د اساسي قانون د اتلسمې مادې ښکاره سرغړونه ده، بلکې له دې لارې هڅه کیږي، چې د پښتونخوا پر کاني زیرمو د مرکزي او فدرالي ادارې برلاسی ومومي او دا موږ ته هیڅ ډول د منلو نه ده.
د جماعت اسلامي د شمالي سیمې امیر عنایت خان هم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره مرکه کې ویلي چې دا قانون د صوبې پر زېرمو د مرکزي حکومت د ولکې هڅه ده.
نوموړی زیاتوي چې دا قانون د پاکستان د اساسي قانون د هغې برخې خلاف هم دی چې د خپلو وګړو د حقونو ملاتړ کوي.
د هغه په خبره، دې قانون سره د پاکستان پر مرکزي حکومت سربېره د پښتونخوا پر زېرمو د زبرځواکونو ولکې ته لار برابرېږي.